سیاست او دولتګزارش

کابل ښاروالي: ۲میلیونه نیالګي کېنوو او هیڅ نهال به نه وچېږي

د نیالګیو پسرلنی ملي کمپاین د کابل ښاروالۍ له لوري پرون شنبه رسما پیل شو، چې له دې کمپاین سره به د کابل ښاروالي د کابل ښار په مختلفو سیمو کې تر ۲میلونو پورې نیالګي کېنوي. دغه مراسم چې د وزیرمحمد اکبرخان په تپه کې نیول شوي و، د کابل ښاروالۍ مسوولینو سربېره، د کابل والي، د اقتصاد وزارت مرستیال او د ترکې هېواد سفیر هم ګډون کړی و.

د نیالګیو پسرلنی ملي کمپاین د کابل ښاروالۍ له لوري پرون شنبه رسما پیل شو، چې له دې کمپاین سره به د کابل ښاروالي د کابل ښار په مختلفو سیمو کې تر ۲میلونو پورې نیالګي کېنوي. دغه مراسم چې د وزیرمحمد اکبرخان په تپه کې نیول شوي و، د کابل ښاروالۍ مسوولینو سربېره، د کابل والي، د اقتصاد وزارت مرستیال او د ترکې هېواد سفیر هم ګډون کړی و.

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس عبدالوکیل متوکل د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادولو ترڅنګ و ویلې چې مونږه دلته د هېواد د زرغونتیا لپاره سره راټول شوي یو، هغه زیاته کړه: د کابل شاروالي په اول کال باندې، کله چې امارت حاکم س، ۲ لکه نهاله د کابل په شار کې کېنول سول، بیا پروسږکال په همدغه ځای باندې زمونږه نهال شاني شروع وه، چې ۶ لکه نهاله له دې ځای څخه اغاز وسو او په ټول شار، واټونو او لازمو ځایونو کې ۶ لکه نهاله توزیع شول، لله الحمد سږکال شاروالي کابل ۲ میلیونه چې عبارت د ۲۰لکه نهالو څخه اماده دي او د کابل ښار کې د توزیع وړ او قابل دي. دی وایي چې تر اوسه د افغانستان په تاریخ کې د کابل ښار لپاره ۲میلیونه نهاله نه دي وېشل شوي. دهٔ د دغه نیالګیو په اړه و ویلې چې له دغو نیالګیو څخه یو دانه یې هم له بازاره یا شخصي قُریو(د نیالګیو روزلو ځای) څخه نه دي اخیستل شوي، بلکې د ښاروالۍ له خپلو قُریو، ګلخانو او ګرین هاوزونو څخه تولید شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمن هم غونډې ته وینا وکړه او ویې ویلې چې زمونږه هېواد ته خدای پاک ۴ موسمه او څلور فصله ورکړې دي، چې یو له بل څخه مختلف دي. دا وایي چې نیالګي کېنول نه یوازې ښایست دی، بلکې زمونږ او ستاسې یوه اړتیا هم ده. هغه ونې د بدن له زړه، ځیګر او وینې سره تشبه یادې کړلې، چې په وینا یې نیالګي مونږ ته هوا چاڼوي، اکسیجن راکوي او کاربن ډای اکسایډ اخلي. دی وایي: د ځمکې تودوخه ورځ په ورځ زیاتېږي، چې ښه وسیله یې د نیالګیو کېنول دی، چې د بعضې راپورنو سره سم د ۲ درجو څخه تر ۸ درجو پورې د ګرمایۍ د راکمولو استعداد په دې کې الله تعالی ایښی دی.

د کابل ښار د ۲۲ګونو ناحیو رئیس احمدشاه الکوزي بیا د دې ښار د کوڅو وکیلانو په استازولۍ ښاروالۍ ته ډاډ ورکړ چې د خدمت په ټولو برخو کې به له خلکو او نظام سره همکار پاتې کېږو.

د کابل ښاروالۍ، د ښاري خدمتونو، چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني بیا د نیالګیو کېنولو ارزښت د قرانکریم له ایتونو سره بیان کړ، هغه و ویلې چې د نیالګو کېنولو ارزښت اوس نړیوالو ته ښکاره شوی دی، په داسې حال کې چې ۱۴ پېړۍ وړاندې قرانکریم د نیالګیو کېنولو ارزښت ټولو ته واضع کړی دی. دهٔ یادونه وکړه چې د کابل ښاروالۍ تشکلیل نسبتاً کم دی او له ښاریانو څخه یې وغوښتل چې په نوموړي برخه کې ورسره مرسته وکوي. سجستاني هغو اندېښنو ته هم ځواب و ویلې چې ګواکې اوبه کمې دي او دومره نیالګي به اوبه نشي کړلی؛ نوموړي دې برخه کې ډاډ ورکړ او ویې ویلې چې د کابل ښاروالۍ دومره اوبه لري چې له ۲ میلونو څخه زیات نیالګي اوبه کړي او یو نهال به هم نه وچېږي.

سلطان محمد ناصري چې د همدې برخې یو کارکوونکی دی، دهٔ راته و ویلې چې چې ځیني ښاریان نیالګي او د ونو څانګې قطع کوي او له نظامي مسوولینو څخه غواړو چې د دغه کار په مخنیوي کې راسره مرسته وکوي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا هم ورته ملي کمپاین په ټول هېواد کې پیل شوی و.

 

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button