سرلیکنې

کابل ښار؛ په ژمي کې د ککړې هوا اجتماعي ستونزه

کابل ښار چې لا له وړاندې د سختې ګڼې ګوڼې، ترافیکي ناقانونيو او غږيزې ککړتيا په څېر ټولنيزو ستونزو څخه رنځ وړي، د ژمي په راتګ سره يې ښکلی تصوير هم د ککړې هوا له کبله په تورو او زهرجنو لوګيو کې تت او پټ شي او د کابل مېشتو لپاره په بېلا بېلو ناروغیو د اخته کېدو لامل وګرځي.

کابل ښار چې لا له وړاندې د سختې ګڼې ګوڼې، ترافیکي ناقانونيو او غږيزې ککړتيا په څېر ټولنيزو ستونزو څخه رنځ وړي، د ژمي په راتګ سره يې ښکلی تصوير هم د ککړې هوا له کبله په تورو او زهرجنو لوګيو کې تت او پټ شي او د کابل مېشتو لپاره په بېلا بېلو ناروغیو د اخته کېدو لامل وګرځي.

که څه هم اسلامي امارت او په ځانګړي ډول کابل ښاروالي هڅه کوي چې دغه وضعيت کنټرول او د هوا د ککړتيا مخه ونيسي، خو د اسلامي امارت امکاناتو او د دغې ستونزې حجم ته په کتو داسې ښکاري چې تر ډېره بریده د دغې ستونزې له منځه وړل اسانه کار نه دی.

دغه راز زموږ له حکومت سره د نړيوالو ناسم چلند او دوه مخی سياست او له بل پلوه له تېر فاسد نظام څخه په ميراث راپاتې فقر او غربت او همدارنګه په دې ساړه ژمي کې له ايران او پاکستان څخه د ميليونونو افغان مهاجرينو جبري راوېستل هغه ستونزې دي چې په يوه وخت ورته رسېدنه ډېره ستونزمنه ده چې دا د نړيوال استعمار له لوري افغان حکومت ته د پلان شوې دسيسې يوه برخه ده، چې مهارول او هوارول يې وخت، ډېر مهارت او ډېر امکانات غواړي .اسلامي امارت ته پکار ده چې په اساسي توګه دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، نو لازمه ده چې د ستونزو عوامل له منځه يوسي او د هوا د ککړتيا د مخنيوي په موخه د بې کيفيته ګازو، ډبروسکرو او پلاستيکونو له سوځولو څخه مخنيوی وکړي او بېوزلو هيوادوالو ته بايد د سوخت مواد که وړيا نه وي په کم قېمت ووېشل شي، ځکه چې زموږ  ولس بې وسه دی او د هر چا له توانه پوره نه ده چې د سون توکي واخلي، نو مجبور دي چې له پلاستيک او ارزانه سون توکو څخه ګټه واخلي. حکومت دې له خپلو معدنياتو څخه د با کيفيته ګازو او د ډبرو سکرو  په استخراجولو سره په کم قېمت خپلو مظلومو هيوادوالو ته د وېش لړۍ پيل کړي، تر څو په دې توګه د هوا د ککړتيا مخه تر يوې اندازې پوري ونيول شي.

دغه راز دې د سترو استوګنځيو، بلاکونو، کارخانو او حمامونو خاوندان اړ باسي چې د وتونکو لوګيو لپاره اساسي او له نړيوال معيار سره سم فلترونه نصب کړي‌. د دغې ستونزې د بنيادي حل لپاره د جوماتونو امامان، استادان او رسنۍ هم د عامه پوهاوي له لارې ډېر څه کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button