ګزارش

کابل پوهنتون کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ پوهنځی جوړېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د مالي، اداري او ګرځندوی معین د کابل پوهنتون له هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې له مخې یې د سږکال په اوږدو کې کابل پوهنتون د ګرځندوی او هوټلدارۍ په نامه پوهنځی جوړوي، چې د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت ته به لا ښه روزل شوي بشري قوه ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د مالي، اداري او ګرځندوی معین د کابل پوهنتون له هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې له مخې یې د سږکال په اوږدو کې کابل پوهنتون د ګرځندوی او هوټلدارۍ په نامه پوهنځی جوړوي، چې د مالي، اداري او ګرځندوی معینیت ته به لا ښه روزل شوي بشري قوه ورکړي.د کابل پوهنتون د فوق لیسانس آمر محمد علي رضایي د هېواد ورځپاڼې خبریال ته وویل: له نېکه مرغه د کابل پوهنتون په یو بل نېک اقدام کې د ګرځندوی او هوټلدارۍ په نامه یو نوی پوهنځی جوړوي چې درې ډیپارټمنټونه به ولري، یو یې ګرځندوی، بل یې هوټلداري او بل یې د همدغو برخو مدیرت دی. ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین په اړه هم و ویل چې دغه معینیت عملي کارونه کوي او موږ ورته ځوانان روزو او د هغوی خدمت ته یې وړاندې کوو، هغوی په بشري سرچینو پر ځان بسیا کوو، تر څو یې کارونه باکیفیته مخته لاړ شي. ښاغلي رضایي یې د جذب په اړه وویل، لکه څنګه چې د ټولو لوړو زده کړو د برخو مضمونونه په ښوونځي کې نه وي، همداسې د دې پوهنځي اړوند هم کوم مضمون نشته ، خو شاګردان یې د کانکور له طریقه کولی شي، دغه پوهنځی انتخاب کړي او لاره ورته ومومي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د مالي، اداري او ګرځندوی معین سعدالدین سعید بیا دغه کار ستایي او د ملاتړ ډاډ ورکوي. ښاغلي سعید د هېواد ورځپاڼې خبریال سره په مرکه کې و ویل: د هوټلداري او ګرځندوی په برخه کې چې دوی پوهنځی ایجادوي، دا ښه اقدام دی، ښه خبره ده، چې اوس افغانستان یو امن مملکت دی، د اسلامي امارت په راتګ سره اوس په ټول افغانستان کې یو واحد حکومت دی، د یو امیرالمؤمنین تر چتر لاندې ټول نظام چلېږي، دلته جزیرې د قدرت اوس نشته، سیلانیان د افغانستان له طبیعي ښکلا څخه او د افغانستان د دغه غیرتي ولس چې د امریکا او ناټو په مقابل کې ۲۰ کاله وجنګېدل، د دغو څخه د لیدلو په خاطر ډېر خلک زړه ښه کوي، چې افغانستان ته راشي. ده همدارنګه زیاته کړه، که په دې برخه که موږ هوټلونه او میلمستونونه معیاري کړو او د توریزم او ګرځندوی په برخه کې زموږ خلک و روزل شي، دا یو نېک او ښه اقدام دی، چې په وینا یې یاد معینیت تیار دی چې په دې برخه کې ورسره مرسته هم وکړي.

د کابل یو تن اوسېدونکی قدرت الله بیا پر دې کار د خوښۍ ترڅنګ د وړ استادانو غوښتونکی دی، دی وایي چې د پوهنځي ایجاد ښه خبره ده، خو که وړ استادان ونه ګمارل شي، دا اختراع به بې ګټې وي. قدرت له حکومته د ځینو سیاحتي سیمو د جوړولو غوښتنه هم کوي او وایي چې دغو سیمو ته سړکونه او نورې ودانې جوړې کړي.د یادونې وړ ده، چې یاد معینیت د تېر کال د بهرنيو سیلانیانو شمېر له ۵ زرو څخه زیات ګڼي او د داخلي سیلانیانو بیا تر میلیونونو پورې یادوي.              تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button