
سیاست
کابل: په ټول افغانستان کې امنیت دی هېوادونه دې اندېښنه نه کوي
د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې د افغانستان سرپرست حکومت وايي، هېڅ هېواد باید د افغانستان له خاورې ویره ونه لري. سرپرست حکومت وايي، چې د هېواد په ټوله جغرافیه کې سوله ده او امنیت تظمین شوی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال وايي، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکي غواړي. د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې یوه ورځ وروسته به د ازبکستان، ازربایجان، ارمنیستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، روسیې، تاجکستان، او ترکمنستان د استازو په حضور کې د ګډو ګټو د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا غونډه په سمرقندکې جوړه شي.