سرلیکنې

کابل په نوې بڼه

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره کابل د پرديو او د هغوی د ايجنټانو له نجاست څخه پاک شوی او ورځ تربلې خپله بڼه بدلوي د افغانستان مؤمن ملت، مجاهدينو او ددې خاورې اصيلو او رښتينو بچيانو د امريکا په مشرۍ د  پنځلسمې پېړۍ پر مد رنو وسلو سمبالو ځواکونو ته چې د نړۍ ۴۸ نورو هيوادونو يې هم په هره برخه کې ملتياکو له داسې غاښ ماتوونکې ماته ورکړه چې بیا به هېڅکله د افغانانو خاورې ته په کږه سترګه ونه ګوري

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره کابل د پرديو او د هغوی د ايجنټانو له نجاست څخه پاک شوی او ورځ تربلې خپله بڼه بدلوي د افغانستان مؤمن ملت، مجاهدينو او ددې خاورې اصيلو او رښتينو بچيانو د امريکا په مشرۍ د  پنځلسمې پېړۍ پر مد رنو وسلو سمبالو ځواکونو ته چې د نړۍ ۴۸ نورو هيوادونو يې هم په هره برخه کې ملتياکو له داسې غاښ ماتوونکې ماته ورکړه چې بیا به هېڅکله د افغانانو خاورې ته په کږه سترګه ونه ګوري، د امریکا جهمور رئیس جويايډن هم پخپلو خبرو کې افغانستان د استعمارچيانو قبرستان ياد کړ. هغوی د خپل شل کلن حضور په لړکې زموږ په وطن کې داسې جنايات ترسره کړل چې قلم يې له ليکلو عاجز دی. هغوی،  خو لاڅه کوي چې ځینو اسلامي هيوادونو هم زموږ مرسته او لاسنيوی ونکړ، برعکس يې افغانان په نشه يې توکو روږ دي او د خپلو اهدافو لپاره استعمال کړل او په هره برخه کې يې زموږ هيواد او ملت ته نه جبرانېدونکي زيانونه واړول چې دادي اوس يې د هيواد رښتیني او خواخوږي واکمن د ولس پر زخمونو پټۍ لګوي او له تېر فاسد نظام څخه په ميراث راپایې چټلۍ پاکوي د کابل ښکلی ښار يې چې پر نشه يی توکو روږدو کسانو يې مخکينۍ ښکلا له منځه وړې وه د هغوی له شتون څخه صفا کړ، څلور لارې له سره رغول کېږي، د پارکونو پر رنګولو کار روان دی، د ټکسي موتړو لپاره نوی رنګ انتخاب شوی، عمومي سرکونه رغول کېږي، پر عام المنفعه پروژو د بېلګې په توګه د قوش تېپې پر کانال کار روان دی چې له دريو ولايتونو تېرېږي او پدې سره به په زراعتي برخه کې افغانستان د ځان بسيايني پر لور خوځښت پیل کړي او دهيوادوالو د سبزيجاتو او ميوه جاتو اړتيا به انشاالله په کور د ننه پوره شي او کارونه يې په ډيره چټکۍ سره مخ ته ځي، کابل هم خپله بڼه بدلوي چې دا پرخپل ملت د واکمن حکومت خاصه لورينه اوشفقت دی.  له خپلو عايداتو ملي بوديجه برابرول هم يوګټور ګام دی. دغه راز په هره برخه کې بنيادي هڅې او کوښښونه روان  دی او په ډيرلږ وخت کې به که د خدای (ج) خوښه وه له خوښيو ډک نور زېري هم واورو ، خوله يوه لاسه ټک نه خېږي که حکومت او ملت مو پخپلو کې سره يو موټی شي او په ګډه د يوه روښانه سباوون پر لور قدمونه واخلو، لرې نده چې هيواد او ملت به مو پر ځان بسيا او د پرمختګ پر لوربه يون پیل کړو، خپلمنځي ستونزو ته به د حل لارې ګورو  او د بهرنیانو په وړاندې به يو موټی کېږو، تر څوپه دې ترتيب د نړۍ له پر مختللي کاروان سره يوځای شو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button