
ټولنه او کلتور
کابل ولایت کې نږدې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت بګرامۍ او موسهي ولسوالیو ته ولاړ او کابو ۵۰۰۰ جریبه ځمکه یې په یادو شویو ولسوالیو کې امارتي تثبیت کړه.
هیئت موسهي ولسوالي ته په سفر سره، د موجودو سندونو له مخې ۱۱۱۳ جریبه ځمکه د دغې ولسوالۍ د جنان کلي په ساحه کې امارتي تثبیت کړه.
یاد شوي هیئت ددغې ولسوالۍ په میاخیل کلي کې ۲۵۰۰ جریبه نوره ځمکه بررسي او مساحت کړه او هغه یې امارتي تثبیت کړه. دغه راز یاد هیئت هغو خلکو ته چې د مالکیت ادعا یې درلودله، استعلام ورکړ او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل.
دغه راز یاد هیئت د بګرامي ولسوالۍ قلعچه ساحې ته ولاړ او دوې قطعې ځمکې یې په ۹۲۰ جریبه او ۴۱۰ جریبه مساحت سره امارتي تثبیت کړې.