اقتصاد

کابل هوايي ډګر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوي چې د خصوصي سکټور له لوري پر مخ وړل کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژې پيل شوي چې د خصوصي سکټور له لوري پر مخ وړل کېږي.

د کابل هوايي ډګر عمومي رئیس وايي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې، د بهرنیو وګړو په ګډون څه باندې ۱۲۰ زره تنو د کابل هوايي ډګر له لارې تګ راتګ کړی دی.

نوموړي د کابل هوايي ډګر کې د ځينو پروژو په پرانیست غونډه کې وویل، چې له ځینو عربي شرکتونو سره په اړیکه کې دي چې په افغانستان کې خپلې الوتنې بېرته پيل کړي.

تر دې مخکې سرپرست حکومت ویلي و چې په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د چین، قطر، ترکیې، ازبکستان، امریکا او ایران په ګډون ځينو هېوادونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button