
ښوونکی د ټولنې معمار
ډېر تفاوت شته په انستان کې د معنا په لحاظ واړه لګيا دي، ځېنې ځان ځينې جهان جوړوي
ښوونکی، هغه څوک د ټولنې افراد له بديو د ښېګڼې او خير پر لور رهبري کوي، معلم د ټولنې په جوړښت کې د ملا د تیر حیثیت لري، د ټولنې هر فرد چې څومره لوړ مقام ته رسیږي، د ښوونکي د زحمتونو او کوښښونو له برکته دی.
ښوونکی ټولنه د جهل له تيارو د سواد او علم رڼا ته باسي. معلم دی چې ټولنه د سواد په قيمتيګاڼه ښايسته کوي، همدا معلم دی چې د انسان او حیوان ترمنځ توپیر پیدا کوي، داسې چې د انسانانو او نورو ژويو ترمنځ يوازينی د بيلتون او توپير ټکی علم او پوهه ده او همدا علم او پوهه وه، چې له امله يې حضرت آدم عليه السلام تر پرښتو غوره او هغوی امر وشو، چې آدم ته سجده وکړي.
موږ او تاسو وينو چې د ټولنې ټول افراد په کار بوخت دي، خو په دوی کې يې ډېر داسې دي، چې د خپلې راتلونکې د ښه والي، اقتصادي ګټو او نورو شخصي موخو لپاره خواري او زحمت باسي، يوازې استاد او ښوونکی دی، چې خپلې خوښۍ د نورو د خوښیو لپاره قربانوي، يوازې ښوونکی دی، چې خلکو ته د ښه فکر او ښه احساس انګېزه ورکوي او همدا معلم دی چې شاګرد د ټولنې د ديني او دنيوي ګټو ساتنې ته هڅوي.
د ښوونکي او استاد د فضيلت او بهتري لپاره يوازې دا هم بسنه کوي، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د ښوونکي او معلم په توګه راليږل شوی و. هغه صلی الله عليه وسلم په خپل ژوند کې خلکو ته د ښېګڼې او خير خواهي لارې ښودې او له بدو کړنو او ويناوو يې راګرځول. په دې هکله رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « زه د ښوونکي په توګه راليږل شوی يم».
د ښوونکي او استاد په ستاينه چې هرڅومره ډېرې خبرې وشي، کمه ده؛ خو له بده مرغه چې زموږ ټولنه کې يې په ارزښت څوک نه پوهيږي او د قدر په سترګه نه ورته کتل کيږي. په دولتي ادارو کې تر ټولو کمه تنخوا د ښوونکي ده، هيڅ ډول امتياز نه لري او اړ دی، چې له وخت وروسته د خپلو اړتياوو پوره کولو لپاره يوځای مزدوري وکړي.
په نوره نړۍ کې استادان ډېر زيات ارزښت لري او د درنښت په سترګه ورته کتل کيږي، د بيلګې په توګه د اندونيزيا پخواني لومړي وزير مهاتيرمحمد د خپلې واکمنۍ پرمهال امر کړی و، چې استاد او ښوونکي ته تر ټولو ډېره تنخوا او امکانات ورکړي.
اوس چې افغانستان کې له تېرو دوه کلونو راهيسې سرتاسري امنيت تامين دی، واک ته د علم او دانش په ارزښت پوه خلک رسېدلي او هيواد مو تر هر څه ډېر پوهې او علم ته اړتيا لري، حکومت بايد دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
دې برخې ته پاملرنه ځکه ډېره زياته مهمه ده، چې که موږ غواړو ټولنه کې مو ديني پوهه ډېره شي او د ګناهونو او جرمونو مخه ونيول شي، پوهه او علم يې تر ټولو اسانه او غوره لاره ده. دغه راز که موږ غواړو چې له خپلو طبعي منابعو څخه سالمه ګټه پورته کړو، هيواد مو له سيمې او نړۍ سره سيال شي او په ټولو برخو کې پر ځان بسيا شو، يوازينۍ لار د علم او پوهې ترلاسه کول دي.