سیاست

ښه تنظيم ؛ غوره اداره ! 

د انساني ژوند د پرمختګ او ترقۍ لپاره نظم او ترتيب هغه مهم اصول دی چې ورسره په ډېر لږ وخت کې ډېرې‌ مثبتې پايلې ترلاسه کېدای شي.

د انساني ژوند د پرمختګ او ترقۍ لپاره نظم او ترتيب هغه مهم اصول دی چې ورسره په ډېر لږ وخت کې ډېرې‌ مثبتې پايلې ترلاسه کېدای شي.

اسلامي ښوونې نه يوازې د نظم او ترتيب پخلی کوي، بلکې د ژوند په ډېرو برخو کې يې غوښتنه هم لري، د مثال په ډول د لمانځه وختونه او د لمانځه پر مهال په منظمو صفونو کې درېدل د نظم او ترتيب څرګندې بېلګې دي.

دغه مهم او حياتي ارزښت لرونکي اصول بايد د اسلامي نظام په دولتي ادارو کې لا ډېر پلي او تطبيق شي، تر څو هر څه په منظم ډول مخکې لاړ شي، خلکو ته غوره او معياري خدمات وړاندې شي او د اسلامي نظام رښتينې نمايندګي وشي.

اوس هم الحمدلله د اسلامي امارت په ادارو کې نظم او ترتيب ښه دی، خو د دې معنا دا نه ده، چې موږ په همدې بسنه وکړو او په دې برخه کې نور کار ونه کړو.

د اسلامي امارت چارواکي بايد هڅه وکړي چې ټولې ادارې، په ځانګړي ډول نظامي ارګانونه ډېر منظم کړي، يونيفورم ته دې ډېره پاملرنه وشي، هغه ځايونه، چې د تفريح او ساعت تېری لپاره جوړ شوي، هلته بايد نظاميان له پوځي وسايطو او وسلو سره لاړ نه شي، بلکې په دغسې مواردو کې بايد له ساده لباس او شخصي موټرو څخه استفاده وشي.

په ټولو دولتي ادارو او ارګانونو کې د نظم مراعاتول نه يوازې د کارونو په ښو ترسره کېدلو کې مرسته کوي، بلکې د ملت او نظام ترمنځ همغږي او همکاري هم زياتوي، چې ورسره ثبات او امنيت لا ډېر ښه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button