مقالې او تبصرې

ژوند او خاتمه مو په څه خرابیږي!؟

موږ او تاسې ټول په خپل ورځني ژوند کې ډېری داسې خلک وینو، چې ژوند یې خراب، له تکالیفو، غمونو او دردونو ډک وي. آیا کله مو دا سوچ کړی، چې ولې ځینې انسانان دومره بدبخته شي، چې خپل دنیا او اخرت دواړه یې تباه کړي وي!؟ سره د دې چې د ژوند په اوایلو کې به روغ رمټ سړی وي. خو آخره خاتمه او ژوند به یې خراب وي. غواړم په دې اړه یو څو دیني او دنیوي اعمال درته وښایم، تر څو له دغو مهلکو اعمالو، چې دنیا او اخرت مو تباه کوي؛ ځانونه ترې

موږ او تاسې ټول په خپل ورځني ژوند کې ډېری داسې خلک وینو، چې ژوند یې خراب، له تکالیفو، غمونو او دردونو ډک وي. آیا کله مو دا سوچ کړی، چې ولې ځینې انسانان دومره بدبخته شي، چې خپل دنیا او اخرت دواړه یې تباه کړي وي!؟ سره د دې چې د ژوند په اوایلو کې به روغ رمټ سړی وي. خو آخره خاتمه او ژوند به یې خراب وي. غواړم په دې اړه یو څو دیني او دنیوي اعمال درته وښایم، تر څو له دغو مهلکو اعمالو، چې دنیا او اخرت مو تباه کوي؛ ځانونه ترې
ژغورو.

په کومو اعمالو چې د انسان آخره خاتمه خرابیږي، دا دي :

۱- د مور او پلار نافرماني کول. چا چې د مور او پلار نافرماني کړې وي، هغوی خپل دنیا او اخرت تباه کړل. کوم عمل/رویه یې چې د خپل مور او پلار سره کړې وي، د دوی اولادونه به هماغه څه له دوی سره کوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث ډېر مشهور دی، چې یوه ورځ ممبر ته پورته کېده؛ نو په اول پوړ یې چې قدم کېښوده، آمین یې وویل. همدارنګه په دویم او دریم پوړ کې یې هم آمین وویل. صحابه کرامو پوښتنه ورڅخه وکړه، یا رسول الله! ولې دې آمین لکیمه درې ځلې وویلې؟ د یو آمین په اړه یې موږ دلته بحث کوو. رسول الله مبارک ورته وویل، چې جبرائیل علیه السلام راغی او ښېرا یې وکړه، چې الله جل جلاله دې هغه کس هلاک کړي، چې د ده مور او پلار زاړه شي او دی جنت پرې ونه ګټي یعنې مور او پلار یې زاړه شوي وي او نوموړی یې د خدمت په واسطه جنت ته ولاړ نه شي، نو ما وویل، آمین. له دې ځایه معلومیږي چې د مور او پلار ازار ګټلي به ضرور تباه کېږي.

۲- په لمونځ کې سستي کول یا په سمه توګه نه کول دا هم د دنیا د ژوند او اخري خاتمې خرابونکی عمل دی. علماء فرمایي، د چا چې لمونځ سم نه وي، د هغه به ژوند سم نه وي. د چا چې ژوند سم نه وي، د هغه به مرګ سم نه وي او د چا چې مرګ سم نه و؛ نو د هغه به آخرت سم نه وي او د چا چې آخرت سم نه وي، ښکاره خبره ده، چې ځای به یې جهنم وي. دا نو بیا د ابدي ژوند خرابېدل دي او ډېر غټ تاوان دی. الله جل جلاله دې موږ له دغه نه جبرانېدونکي تاوان څخه وساتي.

۳- عقیده، عبادت او د خلکو سره ورځني معاملات، نه سمولو سره آخري خاتمه خرابیږي.

۴- شراب، پوډر، چرس او داسې نورې نشې کول مو آخري خاتمه خرابوي، ځکه موږ او تاسو په خپل ژوند کې ډېر داسې کسان لیدلي او وینو یې، چې د ژوند په اوایلو کې روغ رمټ خلک و، خو چې کله یې نشې تماشې شروع کړې، خپله دنیا او اخرت يې خراب کړل او آخره خاتمه یې هم موږ او تاسو وینو، چې په کوم حال کې مړه کېږي.

همدارنګه ځینې نوري بدلې کړې، چې زموږ ځوانان یې د هلاکت کندو ته وراچولي دا دي. ۱- ډېرې پیسې او شتمنې ده. کله چې یو ځوان ته ډېرې پیسې په اختیار کې ورکړل شي؛ نو هرې ناروا ته لاس اچوي. ۲- شهوت یوه بله ستونزه ده، چې ځوانان د تباهۍ او بربادۍ کندو ته ورغورځوي. د خپل نفس نه کنټرولولو له وجې زنا، لواطت او نور ناوړه اعمال تر سره کوي چې دا هم آخري خاتمه خرابوي. ۳- بې کاري هم د ځوانانو لپاره یو بله لویه ستونزه ده چې زیاتره ځوانان يې د هلاکت کندو ته وراچولي دي. ۴- بد ملګري انتخابول مو هم دنیا او آخرت تباه کوي. ځکه حدیث شریف دی، چې انسان د خپل ملګري په دین دی. ( المرء بدین ملکه) او یوه بله خبره چې د انسان ژوند ګواښي، خرابه محیط دی، هغه داسې چې هر محیط تاثیر لري. که محیط کې غلط انسانان لکه شراب خواره، زناکاران او نور بې دینه خلک اوسیږی، نو معلومه خبره ده، چې دنیا او آخرت دې تباه کوي.

قدرمنو! په پښتو کې یو متل دی ( بد چې ګرځې، بد به پرځې).  چا چې وړې ګناه ته د ګناه په نظر ونه کتل، نو هغه واړه واړه ګناهونه د وخت په تېرېدو سره په لویو ګناهونو او بلاخره لوی ګناهونه په کفر بدلیږي او د انسان آخیري خاتمه په کفر سره کېږي. همدارنګه کوم ځوانان چې وړې نشې کوي، لکه سګرټ، نصوار او داسې نور، که دغه خلک له دې نشو څخه؛ د مشرانو له خوا منع نه شي او د نېکې لارې لارښوونه ورته ونه شي. د دغو مهلکو عملونو زیان او تباهي ورپه ګوته نه کړي. لرې به نه وي، چې همدا په وړو نشو روږدي ځوانان به مو سبا په لویو نشو اوښتي او خپل د خوښیو ډک ژوند او د ګل غوندې ځواني به یې تباه او آخره خاتمه به یې خرابه شوي وي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button