سرلیکنې

ژمی او د ناچارو خلکو لاسنيوی!

د ژمي موسم کې زموږ د هيواد په ډېرو ولایتونو کې سخته يخني وي او طبيعي ده، چې د کال د نورو موسمونو په پرتله ژمي کې اړتياوې او لګښتونه هم لوړېږي.

د ژمي موسم کې زموږ د هيواد په ډېرو ولایتونو کې سخته يخني وي او طبيعي ده، چې د کال د نورو موسمونو په پرتله ژمي کې اړتياوې او لګښتونه هم لوړېږي.

الحمدلله، اوس په هيواد کې سرتاسري امنيت تامين شوی دی، په کورونو کې د جګړو پر وژل شويو د سوګ او غم مرثيې نه ويل کېږي، بلکې افغان ملت کې د ژوند هيلې او تمې راټوکېدلي دي.

خو اوس هم د تېرو څلورو لسيزو جګړو ناوړه اغېزې او له ماتي وروسته د لوېديځ سياسي او اقتصادي بندیزونه دي، چې زموږ ملت يې لا هم له يو لړ جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

همدا لامل دی، چې ځينې هيوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی، چې د ژمي لپاره لازم چمتووالی ونیسي، نو زموږ د ملت شتمن او بډای وګړي بايد نه يوازې د خپلو بېچاره هيوادوالو د خوراک غم وخوري، بلکې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو د مناسب پوښاک او ګرمو جامو تابيا هم ونیسي.

شتمن څرنګه د خپلو اولادونو د ښه خوراک او تودو او ګرمو جامو په خوند پوهېدای شي، چې په سختې يخنۍ کې يې يتيم او ناچاره ګاونډی نهار او لوڅ وي؟!

په ځانګړي ډول سږکال ژمی بايد دې برخې ته ډېره پاملرنه وشي، ځکه چې داځل پر نورو بېوزلو سربېره لسګونه زره کډوال هم له پاکستان څخه را اېستل شوي دي، چې د سرپناه، خوراک، څښاک او پوښاک په برخو کې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

راځئ چې د ژمي په سخته يخني کې پر خپلو کورنيو سربېره د نورو بېوزلو لاسنيوی هم وکړو، په ډېر لږ اخلاص او لګښت سره کولی شو، د خپلې سيمې د کونډو، يتيمانو او بې وزلو پر خولو خندا راولو.

راځئ په ټول توان او ځواک سره دغه کار ته اوږه ورکړو او خپل مسئوليت سرته ورسوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button