سیاست

ډېر ژر به واخان دهلېز بيا پرانیستل شي

په چین کې د افغانستان سفارت پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په دغه هېواد کې د ا فغانستان سفیر سید محی الدین سادات د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو چارو له رییس وانګ ټینشیان سره په کتنه کې د واخان دهلیز د بیا پرانېستې،  پر یادې لارې د نوري فایبر غځولو، د سرحدونو د مدیریت او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.په همدې حال کې بیا سادات د چین د قونسلي ریاست له مرستیال سره په چین کې د افغانان بندیانو، د افغان سوداګرو  دحقوقي دعوو، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په اسانتیا او ګڼو نورو مسائلو په تړاو خبرې کړې دي.چین او افغانستان په داسې حال کې  واخان دهلیز د بیا پرانېستې اړه خبره کوي چې اسلامي امارت وايي اوس مهال یې افغانستان د سیمې په ټرانزیټي مرکز بدل کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button