ټولنه او کلتورسیاست او دولتګزارش

چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه

د خبر پر بنسټ، یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د مسلسلو هڅو په پایله کې یې وکولی شو، چې چین مېشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.

چین کې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوهچین کې د افغانستان لوی سفارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، یاد هېواد کې افغان سفارت ویلي، چې د مسلسلو هڅو په پایله کې یې وکولی شو، چې چین مېشتو افغانانو لپاره د نوي پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړي.
بیجینګ کې افغان سفارت زیاته کړې، په شرايطو برابر افغانان کولای شي، چې له سفارت څخه نوی پاسپورټ ترلاسه کړي.
د دې سفارت مسوولین وايي، تېرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه شوې چې خپلو افغانانو ته په ښه توګه قونسلي خدمات وړاندې شي او د امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد شي.
دا خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د چین هېواد ولسمشر شي جین پینګ د چین لپاره د سرپرست افغان حکومت د لوی سفیر بلال کریمي باور لیک ومنلو.
د یادولو وړ ده، چې چین لومړی هېواد شو چې په رسمي بڼه یې د اسلامي امارت سفیر منلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي و، چې «دا د چین لپاره یو عادي ډیپلوماټیک تدبیر دی چې د افغان حکومت سفیر او د هغه باورلیک ومني».
د اسلامي امارت په راتګ سره د ټولو هېوادونو خلاف، چین په افغانستان کې خپله سیاسي استازولي و نه تړله او له دغه هېواد سره یې پراخې اړیکې وپاللې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button