اقتصاد

چین د روغتیا برخه کې همکاري کوي

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنګ سره کتلي دي.

دواړو لوریو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د چین له لوري د جوړو شویو روغتیايي مراکزو پر هر اړخیز ملاتړ، په روغتیايي برخه کې د پانګونې او د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه خبرې اترې شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د چین سفیر او د عامې روغتیا وزیر راتلونکې کې د روغتیا برخه کې د همغږۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button