
ټولنه او کلتور
چین او قطر افغانستان کې د نیمګړو پروژو چارې پيل کړي
د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو د تېر یو کال د فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د دغه وزارت سرپرست وایي، د تېر نظام پرمهال درېیو هېوادونو ودانیزې پروژې تمویلولې چې د نظام له بدلون سره یې دا تمویل بند کړ. نوموړی وایي، د دوی د هڅو په پایله کې چین او قطر د خپلو پروژو تمویل بیا پیل کړی او له هند سره هم خبرې روانې دي چې لا یې افغان حکومت ته منفي یا مثبت ځواب نه دی ورکړی. د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر په ورته وخت کې وایي چې په تېرو کلونو کې په کابل ښار کې ودانیز معیارونه په بشپړه توګه په پام کې نه دي نیول شوي، خو اوس دا چاره دوی جدي نیولې او تېر کال هېڅ داسې ودانۍ نه ده جوړه شوې چې غیرمعیاري وي. د کور او ښار جوړولو د ودانیزو چارو مرستیال روح الله احمدي هم وایي چې د خپل سرو ودانیزو او غیرمعیاري چارو تثبیت او مخنیوی دوام لري.