اقتصاد

چینايي پانګوالو بېلابېلو برخو کې افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له یو شمېر چینايي پانګوالو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې چینایي پانګوالو ویلي چې د تجربه لرونکي، مسلکي او مجهز تخنیکي ټیمونو په لرلو سره غواړي په افغانستان کې د لمریزې برېښنا، د لویو لارو جوړولو، کانونو او نورو بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. همدارنګه چینایي پانګوالو ویلي، چې غواړي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ د افغان سوداګرو یو ټیم ته د چین هیواد له تولیدي فابریکو او کارخونو څخه د لیدنې زمینه برابره کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال چینایي پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ او له یادو پانګوالو څخه غوښتنه وکړه،  ټول خپل هغه  پلانونه او وړاندیزونه چې د پانګونې په برخه کې لري له دغه وزارت سره شریک کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button