سرلیکنې

چټک رغنیز کارونه او د هيوادوالو هيلې!

د هيواد د رغونې او پرمختګ په اړه د اسلامي امارت هڅې يوازې دعوه نه، بلکې هغه روښانه او څرګند حقیقت دی، چې هره ورځ يې له رسنیو اورو او وينو، چې د هيواد په هر ګوټ کې داسې رغنیز کارونه پرمخ روان دي، چې د هيوادوالو هیلې یې راټوکولي او د خوښي سبب يې ګرځېدلي.

د هيواد د رغونې او پرمختګ په اړه د اسلامي امارت هڅې يوازې دعوه نه، بلکې هغه روښانه او څرګند حقیقت دی، چې هره ورځ يې له رسنیو اورو او وينو، چې د هيواد په هر ګوټ کې داسې رغنیز کارونه پرمخ روان دي، چې د هيوادوالو هیلې یې راټوکولي او د خوښي سبب يې ګرځېدلي.

څه موده وړاندې د چا دا یقین نه راته، چې یو وخت به افغانستان د اشغالګرو له ناولو منګولو نجات ومومي، ټول هيوادوال په ناهیلۍ په دې اند وو، چې اشغال د یوه تور دېو په څېر د افغانستان د پرمختګ پر هره برخه سیوری غوړولی او چاته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د پرمختیایي پروژو د تطبیق اقدام وکړي، حقیقت هم داسې و، ځکه اشغالګرو په افغانستان کې بنیادي پروژې نه عملي کولې، بلکې په ښکاره یې د افغانستان خلک د داسې موقتي سیرومو په ذریعه تغذیه کول چې سبا به بېرته دغو سیرومو ته اړتيا پېښېده؛ خو دا چې امریکا ولې نه غوښتل په اقتصادي لحاظ افغانستان پر پښو ودرېږي؟ دا هم کومه د حیرانۍ خبره نه ده، ځکه دوی افغانستان د خپلو ګټولپاره اشغال کړی و، نه د بیا رغونې لپاره او په دې توګه هېوادوال اونړیوال ټول پر دې ترخه حقیقت پوهېدل چې افغانان د دوی ډالري جیبونو ته سترګې په لاره او احتیاج وساتل شي.

 که څه هم له افغانانو سره د مرستو په نامه ميلیاردونه ډالره افغانستان ته راتلل،  خو دغه راغلي ډالر بېرته له هيواده وتل او يو څه برخه يې د مافیايي کړیو او د اشغالګرو د  اجيرانو جيبونو ته تلل.

زموږ خبره اوس په افغانستان کې د پراختیایی پروژو د تطبیق په اړه ده چې په کرنیزو، تولیدي او د کاني زېرمو د استخراج په برخوکې عملي کېږي. افغانستان له دې دمخه داسې یو هيواد و، چې کاني زېرمې یې په بشپړډول تر ځمکې لاندې پرتې وې ،خو اوس د اسلامي امارت په راتګ سره دادی د مختلفو کاني زیرمو(قېمتي ډبرو، نفتو ، مسو او وسپنې ) استخراج پر نړیوالو منل شويو معيارونو برابر پر مخ روان دی. همدارنګه په تولیدي برخوکې هم له درملو را نیولې بیا د مختلفو نورو اړتیا وړ توکو لکه سمنټو، غوړیو او پلاستیکي موادو د تولید فابریکې د جوړېدو په حال کې دي او ځینې پخوانۍ یې ترمیم شوي او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

 د کرنیز سکتور برخه کې د قوشتېپې کانال د بشپړېدو په حال کې دی. همدارنګه د هيواد په نورو سیندیزو حوزو کې هم لوی او واړه بندونه اوپه خوړونو کې چکډېمونه د جوړېدو په حال کې دي اوهغه اوبه چې د ژمي او څړموني پر مهال خوشې تشې له ملک نه وځي ذخیره او په کرنیز سکتور کې ترې ګټه اخیستل کېږي. پورتني ټول فعالیتونه هغه څه دي چې د هيواد د پرمختګ ضمانت کوي او عام ولس پرې خوشحالېږي، موږ د پردیو پیسو حسرت نه کوو؛ خو بیا هم که هغه نړیوالې نقدي مرستې، چې د تېر جمهوریت پرمهال افغانستان ته راتلې اوس یې شل سلنه د افغانستان د اسلامي امارت په واک کې وای ، نو یقیني ده چې افغانستان به د پرمختګ او ښکلا برخه کې ساری نه درلودای.

اوس هم په کمو مالي امکاناتو هڅه کېږي، چې هيواد د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسول شي او لرې نه ده چې د لوی الله په مرسته به افغانستان ډېر ژر آباد او وګړي به یې د هوسا ژوند خاوندان شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button