سیاست او دولت

چين: نړيواله ټولنه دې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

15 / 100

د افغانستان لپاره د چين ځانګړی استازی يوشيا يونګ ، چې د سيمه ييزې تماس ډلې په دويمه غونډې کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی و، تازه يې د افغانستان په تړاو له يوې ايرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.يونګ د مرکې په يوه برخه کې له نړيوالې ټولنې غوښتي ،چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ، کلتور او حکومتي پاليسۍ ته درناوی ولري او پر افغانستان د بهرنيو نسخو له تحميلولو ډډه وکړي .يونګ زياته کړې: (( موږ  با يد د افغانستان حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته پوره درناوی وکړو. نړيواله ټولنه هم بايد د افغانستان کلتور او د دې هېواد حکومتي تګلارو ته پوره درناوي وکړي. زه له نړيوالو غواړم، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره دې بهرنۍ نسخې پر ياد هېواد نه تحميلوي.))يونګ همدا راز وايي: چين چمتو دی چې د باثباته ، خپلواک او هوسا افغانستان په رامنځته کولو کې پوره مرسته وکړي.په ورته وخت کې د سياسي چارو شنونکي د يوه زبرځواک هېواد په توګه د چين د دې دريځ ستاينه کوي او وايي: نړيواله ټولنه او افغانستان په خپل منځ کې ملزومې اړيکې لري او هېڅوک دې دا هڅه نه کوي چې د نړۍ او اوسني نظام ترمنځ ستونزې پيدا او اړيکې يې پيکه کړي.د سياسي چارو شنونکی غلام سخي افضلي وايي: (( د چين دغه دريځ به پر ټولو هېوادونو  او په ځانګړې توګه د سيمې، ګاونډيو او د نړۍ ټولو هېوادونو باندې مثبته او رغنده اغېزه وکړي، ځکه په افغانستان کې دا واقعيت دی، چې بهرنيو تګلارو هېڅکله  پايله نه ده ورکړې او افغانان  بايد خپلې ستونزې په خپل هېواد کې د افغاني دود او دوستور له لارې هوارې کړي.))د سياسي چارو شنونکی عبدالشکور مدرس وايي:  ((  زه په دې عقيده يم چې اصلاً موږ له نړۍ سره اړيکې لرو او نه شو کولی له نړۍ سره له اړيکو پرته ژوند وکړو. موږ بايد نړۍ سره په يوه کلي او کور کې ژوند وکړو او ډېر شيان مو ګډ دي. ملګري ملتونه موږ سره ګډ منشور لري، موږ د ملګرو ملتونو غړيتوب لرو، له نړيوالو سره اقتصادي، سياسي اړيکې لرو او څوک نه شي کولی لاسوهنه وکړي، که څوک زموږ پر اسقلاليت، ځمکنۍ بشړتيا او ملي حاکميت کې لاسوهنه وکړي، دا د زغلمو وړ نه ده.))ځېنې نور بيا وايي: افغانستان اوس مهال د يوه خپلواک هېواد په توګه نړۍ کې خپل رول لوبوي او هېڅ بهرني هېواد دلته د مداخلې حق نه لري.دوی له افغان حکومته غوښتنه کوي ،چې د مداخله ګرو هېوادونو په تړاو دې لاکلک دريځ خپل کړي.د سياسي چارو شنونکی ذکي الله محمدي وايي:  (( اسلامي امارت ته هم په کار ده، که غواړي د نړۍ لاسوهنې په افغانستان کې له منځه لاړې شي او نړۍ نوره ونه شي کولی چې د افغانستان په کورنيو مسايلو کې لاسوهنه وکړي، نو هغه اصول او قوانين ، چې د نړۍ په کچه د يوه حکومت لپاره مهم دي او د افغانستان له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي دا بايد ومنل شي او د افغانستان کورنۍ ستونزې چې د خلکو غوښتنې دي  بايد هوارې شي.))د سياسي چارو شنونکي کمال سعادت وايي: (( دا ټولې بهرنۍ لاسوهنې وې چې افغانستان کې تر نيمې پېړۍ زياته جګړه وشوه او دې حالت ته راورسېده؛ نو د افغانستان پخوانيو، اوسنيو او راتلونکو مسئولينو ته په کار دي چې خپله بهرنۍ قوي پالېسي ولري او هر څوک چې د افغانستان د کورنيو چارو په اړه نظر هم څرګندوي بايد پر وړاندې يې غوڅ دريځ ولري او سخت ځواب ورکړ شي.))واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هممهاله چين په افغانستان کې رسمي سفارت پرانيستی او په  اقتصادي او سياسي برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې اړيکې لري ، خو لايې هم  افغان حکومت پر رسميت نه دی پېژندلی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button