سیاست او دولت

چين له غزې تړانګې څخه د ملکي وګړيو د جبري انتقال مخالفت کوي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د الجزاير په غوښتنه د جنورۍ په ۱۲مه له غزې څخه د ملکي وګړو د جبري انتقال په شمول د ځينو مسئلو په هکله يوه پرانيستې غونډه تر سره کړې.په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دې غونډه کې  ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد له خپلو کورونو څخه د فلسطين د ملکي وګړيو د جبري انتقال مخالفت وکړي، د بشري مصيبتونو د ارامولو لپاره هر ډول تدبيرونه ونيسي او په غزې تړانګې کې اوربند دې تر ټولو بيړنۍ او اصلي دنده وګڼي.چين دا نظر لري، چې سمدستي اوربند د نړيوالې ټولنې لومړۍ غوښتنه ګرځېدلې ده، خو د ملګرو ملتونو په دايمي شورا کې يوه غړي په مختلفو پلمو د امنيت شورا له ګډې نظريې څخه انکار کړي، چې دغه کړنه د نړيوال انصاف، عدالت او د امنيت شورا له صلاحيت څخه ښکاره سرغړونه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button