سیاست او دولت

چين: افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکاريو ته دوام ورکوو

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت له استازي يوشيايوينګ سره پخپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت له استازي يوشيايوينګ سره پخپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.په دې ليدنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير ښاغلي يوشيايوينګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د چين د ښو اړيکو او همکاريو يادونه کړې او ويلي يې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره له ګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه له چين سره دوه اړخيزې اړيکې پراخې او ورځ په ورځ پياوړي کېږي.دغه راز ښاغلي يوشيايوينګ افغانستان کې د بشپړ امنيت او ثبات د ټينګښت په اړه خوشبيني څرګنده کړې او په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د افغانستان له خلکو سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار کړی.په پاى کې دواړو لوريو، د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د اړيکو پر دوام او لا پراختيا ټينګار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button