اقتصاد

چينايي شرکت په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د يوه چينايي شرکت له مسئولينو سره وکتل.د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ياد شرکت مسئولينو په افغانستان کې د وچې ميوې د پروسس په برخه کې د پانګونې لېوالتيا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، په خپلو خبرو کې ويلي: اوس په افغانستان کې له هره اړخه د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده او موږ له ټولو بهرنيو پانګوالو څخه چې په افغانستان کې پانګونه کوي؛ هرکلی کوو.دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره، په هيواد کې د سراسري امنيت د ټينګښت او د فساد د له منځه وړلو په دليل، په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button