هیواد

چهاراسياب کي خلک د څښلو پاکو اوبو د ستونزو سره مخ دي

                                                                         هيواد :  دکابل ولايت چهاراسياب هغه ولسوالي ده چي وکړئ يي دڅښلو پاکو اوبو له نشتوالي څخه سر ټکوي ددې ولسوالي اکثريت وګړي ډير زيات فقير او مسکين دي دلته دبيا رغونې کارونه ډير کم تر سترګو کيږي ددغي ولسوالي له کليو څخه يو مير عالي قلعه کلي دی چې نه کلينک لري، نه  ښوونځي لري او نه دپاکو او بو څاګانې لري او چي کومي څاګانې دي هغه وچي شوي دي او چې کومي پاتي دي هغه هم دوچيدو په حال کې دي ددې کلي خلک  زياتره ډير زيات غريب او فقير دي دژورو څا ګانو داستلو توان او طاقت نه لري او له ډيرو بنياد ي سهولتونو هم  بي برخي دي ددي کلي او شاوخوا نور و کليو خلک داوبو ديو ي غټي شبکې، يو کلينيک او ديو عالي ليسي ته سخت ضرورت لري اود ټولي اولسوالي په سطحه يو غټ روغتون ته او ډير و عالي ښوونځيو ته اود پاکو اوبو شبکوته سخت ضرورت لري نو موږ دټولو مؤسسو او انجوګانو او د اسلامي امارت د مشرانو او مسؤلينو څخه په ډير احترام هيله او اميد کوو چي په دي والسولي کښي هم دبيا دغوني کارونه شروع کړئ ترڅو   ددې کړيدلي او ځوريدلي مجاهد ملت ستونزې او مشکلات حل او فصل شي او انجوګانو ته پکار ده چي ددې ولسوالي دخلقو ستونزو او مشکلاتو ته خپله توجه وکړي زموږ د ډيرو هيوادوالو يتيمان ماشومان دهر قسم زده کړئ څخه دغربت په وجه  بي برخي دي په شخصي ښوونځيو کې زده کړئ نشي کولاي دټولو مربوطو ادارو او سازمانونو  او ارګانونو څخه هيله او اميد کوو تر څو زموږ ددې کلي له خلقو سره مرسته او کومک وکړي .مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button