سرلیکنې

چمن پرلت اوحکومتونوته د عوامود غوښتنو ارزښت ؟!

په چمن ښارکې د لس ګونو زره وګړو احتجاجي پرلت له پنځوسمې ورځې هم ورواوښت. دچمن ،کوټې او خواوشا سیمې اړوند دغه لوی شمېر عوام دپاکستاني چارواکو دهغې پرېکړې پرخلاف را غونډ شوي چې له مخې یې د ډیورنډ پرکرښه هرتېرېدونکي نه پاسپورټ اوپاکستانۍ ویزه غوښتل کېږي. خوڅرنګه چې دیادې فرضي کرښې دواړو خواوته استوګن ولسونه له زرګونو کلونو راهیسې دژوند په هره څانګه کې هراړخېزمشترکات لري.

په چمن ښارکې د لس ګونو زره وګړو احتجاجي پرلت له پنځوسمې ورځې هم ورواوښت. دچمن ،کوټې او خواوشا سیمې اړوند دغه لوی شمېر عوام دپاکستاني چارواکو دهغې پرېکړې پرخلاف را غونډ شوي چې له مخې یې د ډیورنډ پرکرښه هرتېرېدونکي نه پاسپورټ اوپاکستانۍ ویزه غوښتل کېږي. خوڅرنګه چې دیادې فرضي کرښې دواړو خواوته استوګن ولسونه له زرګونو کلونو راهیسې دژوند په هره څانګه کې هراړخېزمشترکات لري. په دې مانا چې له دیني ،کلتوري، توکمي، ژبني او جغرافیوي پلوه ایکي یو ملت ګڼل کېږي او د تاریخ په اوږدو پړاوونوکې یې پرهرډول هسکو ژورو ګډ مزل کړی ، ګټه يې یوه، تاوان يې یو، دوست یې یو او دښمن يې یو ګڼل شوی، همداوجه ده چې دپرنګي ډیورنډ دخیالي کرښې له یوسل دیرش کاله عمرتېرېدو وروسته هم دچا په خندقونو، دېوالونو،جالونو او دروازو یوله بله نه سره بیلیږي اوپه هېڅ قیمت هم دجلا کونکو پرېکړه نه مني.

حقیقت دادی چې ددومره غټ شمېرولسونو داسې احتجاج او راټولېدنه چې پکې دټولنې دهرې طبقې خلک لکه دیني علماء، سیاستوال، سوداګراونورکاروباریان واړه اوزاړه برخوال وي، ساړه اوګرمي تېروي او تردومره ډېرو ورځو پورې چارواکو ته نارې اوفریادونه کوي خوله بده مرغه بیاهم دحکومت یو کوچنی مامور دهغوی دغوښتنو اورېدو ته نه ورځي اونه کوم ارزښت ورکوي، بلکې لا ګډون وال یې له بېلابېلو لاروګواښل کېږي  هم نو پرته له شکه چې دایو سترظلم دی.دا چې دچمن پرلت واقعاً زموږ دسیمې په کچه لوی او تاریخي پرلت دی

 خو بیا هم اړوندو واکمنوته کوم اهمیت نه لري، دا په ډاګه کوي چې یوخو دجمهوریت اوعمومي رآیودعوا داران سراسردروغجن دي تردې چې هېڅکله اوپه هېڅ صورت د ډېری وګړو دغوښتنو اوتمایلاتو پروا دارنه دي، بلکې فقط د ټګۍ اورشوت په زور دڅو چالاکانو راټولولو اودهغوی په نارو سورو دټاکنو دګټلو اعلان کوي اوبیا په مقابل کې دلکونو خلکو غږ هم نه اوري.

بيدولکه همداتېرو ورځوکې چې په اصطلاح دامنیت شورا دیارلسو غړو هېوادونو په غزه کې داوربند نافذولو غوښتنه وکړه خو امریکې یې په یوازې سرمخالفت وکړ او دهماغه غوڅ اکثریت رآیه په هیڅ وشمېرل شوه.دغه رازهمدې دچمن پرلت زموږ ټولو ولسونوته داهم دلمر په شان څرګنده کړه چې د ((عدم تشدد)) نظریه هیڅکله دملتونو کوم درد نه شي درمل کولای. بناً‌‌ء د ټولنې مخکښ اشخاص لکه سیاستوال، علما،استادان اونورمخور باید درواغجن ونه اوسي او باید رښتینولي خپله کړي.

مطلب دا چې که دهغوی یوازنۍ موخه داوي چې دولسي احتجاجي غونډو له شتونه له حکومته په دې دلیل امتیازات واخلي چې دادی په لکونو خلک یې له عملي لاس اچولو په دې پلمه ایسارکړي چې ګورئ پرامنه اوسئ او له تشدده ځان وساتئ ځکه تاوتریخوالی ملکونه تباکوي.خوبیا دوی سره دخلکو هیڅ غم او اندېښنه نه وي، خپله په بنګلو اومزوچړچوکې اوسي خوقومونه یې ترپېړيو په اسارت ،حقارت ، بېوزلۍ او خوارۍ کې ساتلي وي، نو دا خورا سترجنایت ، لوی منافقت او ښکاره درغلي ده ځکه دوی ښه پوهېږي چې دا ډول غونډې اوپرلتونه زموږ دسیمې زورواکو حاکمانوته یوخلی ارزښت هم نه لري، بلکې دلویو اهدافو ترلاسه کول حتماً لویه قرباني هم غواړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button