سرلیکنې

چاپېريال او ژوند؟!

هغه ځمکه چې انسانان او حیوانات ورباندې ژوند کوي ،د چاپېریال په نامه یادېږي. اوبه او اکسیجن د ژوند د چاپېریال له ټولو مهم اجزاء جوړوي، نوځکه چېرته چې اوبه او اکسیجن نه وي موجود ، هلته د ژوند امکانات هم نشته، د مفهوم او مانا پر لحاظ چاپېریال ډېره خوږه کلمه ده.

هغه ځمکه چې انسانان او حیوانات ورباندې ژوند کوي ،د چاپېریال په نامه یادېږي. اوبه او اکسیجن د ژوند د چاپېریال له ټولو مهم اجزاء جوړوي، نوځکه چېرته چې اوبه او اکسیجن نه وي موجود ، هلته د ژوند امکانات هم نشته، د مفهوم او مانا پر لحاظ چاپېریال ډېره خوږه کلمه ده. په دې شرط چې په علمي استنباط هغه سم تعبیرشي .دا طبيعي ده هرهغه څوک چې له چاپېریال څخه سم او بالغ تعریف ولري ،د توان په صورت کې د هېڅ نوع منفي مداخلې په اعمال نه د کور کلي ، نه د ښار او هېواد او نه هم په نړیواله کچه چاپېریال ته د خپلو منفي مداخلاتو په ذریعه ، سرخوږی جوړوي ، کور او کلی د انسان د ژوند لومړنی چاپېریال تشکیلوي، د محل غرونه رغونه او فصلونه پکې شامل دي چې دا د ژوند له چاپېریال څخه ډېر کوچني او لومړنی تعریف دی ، ښار او هېواد د انسانانو لپاره یوڅه پراخ د ژوند چاپېریال ګڼل کېږي، چې له ماشومتوب وروسته په دوهم ګام کې انسان ورسره مخ کېږي ، خو په درېیم ګام کې نړۍ بیا د ټولو انسانانو د ژوند هغه ګډ چاپېریال احتوا کوي، چې پرته له هغه تراوسه د ژوند کوم بل چاپېریال نه دی موندل شوی او پېژندل شوی ، نو ویلای شو چې له کوره را نیولې بیا د هېواد اونړۍ ترکچې ټوله اراضي د انسانانو، حیواناتو او نباتاتولپاره د ژوند د ګډ چاپېریال په حساب راځي ، نوکله چې د مځکې کره د انسانانو اوحیواناتو لپاره د ژوند خوندي چاپېریال وګڼل شوه ،چاپېریال هم بیا پر انسانانو حقوق لري چې هغه باید رعایت شي. په دې مانا چې له کورني چاپېریاله را نیولې بیا د نړۍ ترچاپېریاله پورې دغه هستي له جنګونو جګړو او نورو بشري مظالمو او تاوتریخوالیوخوندي وساتل شي او چاته د ځورولو اسباب په کې برابر نه شي. که په یوه هېواد کې بشري حقونه ترپښو لاندې کېږي، بل هېواد ته به پناه یوړل شي او که د ځمکې کره د کوم زورور له خوا تر تهدید لاندې راشي ،نوبیا به دغه مظلوم بشر په کومه خوا تېښته کوي؟ د کایناتو نورو سیارو ته خو لاره نشي موندلای اودا هم معلومه نه ده چې د الله پاک په (وېړو) کایناتو کې د ژوند امکانات شته که نه؟! بشرخو زیار باسي چې کاینات هم  تسخیر کړي او د ژوند امکانات په کې ولټوي .

دا یونیک ګام او اقدام دی .که چېرې د ستورمزلو په نوښت داسې ستوري را پیدا شي چې هلته د ژوند امکانات لکه اکسیجن او اوبه موجود وي ، له بشرسره به دا په نوي چاپېریال کې د اسکان او امرار معاش په برخه کې لوړه مرسته وي ،ځکه د مځکې کره اوس مخ په ډکېدو ده .

د ژوند په چاپېریال کې د انسانانو په خوا پورې حیوانات هم ژوند کوي ،ځکه حیوانات هغه موجودات دي، چې د انسانانو د اقتصادي اړتیاوو (مکمل) ګرځي او د انسان له میل سره سم د ځمکې پرمخ د ژوند جوګه دي. که چېرې انسان له حیواناتو څخه تنګ شي، کېدای شي د هغوی موجودیت صفر کړي، خو ترهغه چې انسان په چاپېریال کې موجود او ژوند کوي، له حیواناتو ډېره ګټه په لاس راوړي او حیوان د انسان لپاره په اقتصادي لحاظ یو مفید موجود ګڼل شوی او پېژندل شوی دی ،نو په آسانی به یې له لاسه ورنه کړي ، د دې ترڅنګ چېرې چې انسان ژوند کوي په خوا پورې یې د اهلي حیواناتو ترڅنګ وحشي حیوانات هم ژوند کوي چې د دوی د ژوند چاپېریال د حیواني تنوع له مخې پرې ښایسته دی .که څه هم یو شمېر له دغو وحشي ځناورو بشر ته په زیان هم تمامېږي، خو بیا یې هم پرخپله خوا پورې خواږه منلي او ترې پالنه هم کوي ، ځکه د انسانانو او حیواناتو دواړو ژوند پر اوبو او اکسیجن ولاړ دی چې دا ټول په هغه چاپېریال پورې اړه لري، چې د انسانانو او حیواناتو لپاره د ژوند امکانات په کې برابر وي.

د انسانانو او حیواناتو ترڅنګ د نباتاتو ژوند هم په انساني چاپېریال پورې اړه لري، چېرته چې انسان ژوند کوي هلته نباتات هم موجود وي ،ځکه نباتات هم اوبو او اکسیجن ته اړتیا لري او نه یوازې داچې د چاپېریال د سمسورتیا سبب کېږي، بلکې غلې دانې هم د نباتاتو په ډله کې دي چې د انسانانو ژوند ته بقا ورکوي، میوه لرونکې او بی میوې ونې د چاپېریال بل سوغات دی چې هغه هم د انسانانو په ګټه په چاپېریال کې زرغونیږي او د انسانانو پر لاس یې پالنه او روزنه کېږي، خو انسانان ، حیوانات ، نباتات او ونې د چاپېریال هغه ښکلی سوغات او ارمغان دی چې الله پاک دا خاورینه دنیا پرې ښایسته او آباده کړې ده او د ژوند چاپېریال هغه الهي موهبت او ډالۍ ده چې الله پاک د بشر په واک کې له ټولو امکاناتو سره په بشپړ تصرف ورکړې ده ،خو افسوس چې همدغه بشر د دې پرځای چې ددې الهي نعمت شکر اداء کړي، د ژوند په چاپېریال کې نورې نخرې کوي ، یو بل ته ضررونه اړوي او کله نا کله د ژوند همدا خوږ او ښکلی چاپېریال د جنګ جګړو او لانجو له لارې د خپلو همنوعانو پر وینو لړي ،ځکه همدا بشر له دې ناخبره دی چې هرڅه د الله ج په بلاکیفه اراده کې دي. که وغواړي جهان پربل مخ اړولی شي ، نوښه به داوي چې د ژوند چاپېریال سوله ییز او پاک وساتو، د الهي نعمتونو شکر وباسو او په هرمقام کې چې یو د کور له چاپېریاله نیولې بیا د هېواد او نړۍ تر چا پېریاله پورې چاته د سرخوږي سبب جوړ نه شو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button