
چارواکي: د چين او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي
د اقتصاد وزارت وايي: د چين، پاکستان يا سېپېک اقتصادي دهلېز کې د افغانستان ګډون د هېواد د اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مهم دی. د اقتصاد وزارت له چين او پاکستانه غواړي ،چې په زېربنا پروژو په تېره بيا د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژه کې افغانستان ته هم ونډه ورکړي، د دغه وزارت مسلکي معين وايي، چې د اقتصادي ودې او سيمه ييز اتصال لپاره د چين او پاکستان له اقتصادي دهلېز سره د افغانستان وصلېدل مهم دي. بله خوا يو شمېر سوداګر پر دې باور دي، چې د افغانستان او چين تر منځ د راکړې ورکړې د زياتېدو لپاره افغانستان بايد له اقتصادي دهلېز سره وصل شي. د دوی په وينا : سوداګر له دې لارې خپل د اړتيا وړ توکي صادرولي شي. د چين د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي ،چې چين او پاکستان غواړي د چين، پاکستان د اقتصادي دهلېز يا سېپېک په پروژه کې د افغانستان په شاملولو سره افغانستان ته پراختيايي مرستې زياتې کړي.