اقتصاد

چارواکي: اوس مهال ۱۵ قلمه درمل په هېواد دننه تولیدېږي

د خوړو او درملو ملي اداره وايي، اوس مهال شاوخوا ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنیو له لوري تولیدېږي. په دې وروستیو کې سرپرست حکومت کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې چې هېواد ته د غیر معیاري، بې کیفیته او قاچاقي درملو د راوړلو مخنیوي په موخه یوه ځانګړې طرحه جوړه او ریاست الوزرا ته یې وړاندې کړي. د خوړو او درملو ملي اداره وايي، که څه هم د سرپرست حکومت له واکمنۍ له پيل راهیسې د هېواد بازارونو ته د درملو د ناقانونه راواردولو مخنیوی شوی، خو اوس هڅه کوي چې د درملو په برخه کې د کورنیو تولیداتو دکچې لوړولو سره مرسته وکړي. د خوړو او درملو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱۵ قلمه هغه درمل چې د کورنیو شرکتونو لخوا تولید او بازار ته وړاندې کېږي له هېواده بهر د ورته درملو پر وارداتو کلک بندیز لګول شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button