
اقتصاد
چارواکي: افغانستان د ۳۰ زره ميګاواټه برښنا د توليد ظرفيت لري
د اوبو او برښنا وزارت مسئولين وايي، چې هيواد کې د انرژۍ له بېلابېلو منابعو څخه د ۳۰ زره ميګاواټه برښنا د توليد ظرفيت شته، چې دا د افغانستان له اړتيا څخه څو برابره زياته ده.
د اوبو او برښنا وزارت مسئولين وايي، چې هيواد کې د انرژۍ له بېلابېلو منابعو څخه د ۳۰ زره ميګاواټه برښنا د توليد ظرفيت شته، چې دا د افغانستان له اړتيا څخه څو برابره زياته ده. د اوبو او برښنا وزارت د مسئولينو په وينا د مګړۍ افغانستان د کال ۳۰۰ ميليونه ډالره ګاونډيو هيوادونو ته د انرژۍ د مصرف له پلوه ورکوي. ياد وزارت زياتوي، چې افغانستان کې د انرژۍ د توليد په هر سکتور کې، چې خصوصي سکتور د پانګونې لېوالتيا ولري د اوبو او برښنا وزارت ورسره همکارۍ ته چمتووالي لري او دوی ته د پانګونې ټولې آسانتياوې په نظر کې نيول شوي. د اوبو او برښنا سرپرست وزير ويلي، چې په هيواد کې د وروستۍ وچکالۍ له امله د خلکو ستونزې زياتې شوي او زياتوي چې د هيواد د اوبو د منابعو د مديريت لپاره يې پنځه کلن پلان جوړ کړی دی.