اقتصاد

چارواکي: افغانستان به ډېر ژر له چابهار بندر سره ونښلول شي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وايي چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي. د یادې ادارې سرپرست ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي، ټاکل شوې افغانستان ډېر ژر د نیمروز د میلک اوسپنې پټلۍ او د زاهدان اورګاډۍ پټلۍ له لارې د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي. د افغانستان سرپرست حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ له تېرې اونۍ راهیسې دوه اړخیزې لیدنې روانې دي. د یادو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي میرشفیع ویلي، حکومت یې د دغې پروژې د عملي‌کېدو لپاره د چابهارـ زاهدان پر اورګاډي پټلۍ کار پیل کړی دی. په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د چاه‌بهارـ زاهدان او نیمروز میلک اورګاډي پروژې د عملي‌کېدو پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، د دغې پروژې پلي‌کول کولی شي، د افغانستان سوداګري له انحصار څخه بهر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button