ټولنه او کلتورروغتیا

چارواکو کابل کې د اوبو د کمښت ستونزو د حل لپاره د هڅو له پیلېدو خبر ورکړی

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د حکومت له لوري یې د له منځه وړو لپاره هڅې پيل شوي.

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د دوه وېشتو ناحیو د ځینې مخورو، دیني عالمانو، د ګذر وکیلانو، د اهل تشیع او اهل هنودو له استازو سره کتلي دي.

د دې ناستې پر مهال د ناحیو استازو په کابل ښار کې د څښاک اوبو کموالی جدي ستونزه بللې او د کابل ښار پراختیا، د پاکو اوبو برابرولو او د کابل ښاریانو او اسلامي امارت حکومت ترمنځ د همکاريو او ګډو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار کړی.

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، چې په کابل ښار کې د څښاک اوبو کمښت جدي او د اندېښنې وړ موضوع ده، چې د حکومت له لوري یې د له منځه وړو لپاره هڅې پيل شوي.

د هغه په وینا، کابل ته د پاکو اوبو د را لېږد لپاره به کار وشي چې په دې برخه کې له نورو هېوادونو سره د مرستې په اړه بحثونه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button