اقتصاد

چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوې رامنځته شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: د افغان سوداګرو لپاره يې د ايران په چابهار بندر کې يوه ازاده سيمه جوړه کړې ده. د دغه وزارت وياند وايي: د دې سيمې په جوړېدو سره په ياد بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو د مصونيت په برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته شوې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وينا دغه سيمه د چابهار او بندر عباس بندرونو له لارې د صادراتو او وارداتو د زياتوالي تر څنګ ډېرې آسانتياوې رامنځته کوي. بل پلو د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ګاونډيو هيوادونو سره د صادراتو او وارداتو په تړاو پر هراړخيزو څېړنو ټينګار کوي او وايي، چې د سيمې په هيوادونو کې د افغانستان د صادراتي توکو د ښې سيالۍ لپاره بايد د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button