سرلیکنې

څرنګه کولی شو اوبه مديريت کړو؟

اوبه او ژوند دوه داسې کليمې دي، چې لومړۍ يې د دوهمې د دوام لپاره اساسي شرط دي، چې اوبه نه وي ژوند نشته، اوبه يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندي سرو او ان د نباتاتو د دوام لپاره اړينه ماده ده. هغه څه چې په ژوند کې خورا زيات ارزښت او اهميت لري، اوبه دي.

اوبه او ژوند دوه داسې کليمې دي، چې لومړۍ يې د دوهمې د دوام لپاره اساسي شرط دي، چې اوبه نه وي ژوند نشته، اوبه يوازې د انسانانو نه، بلکې د ټولو ژوندي سرو او ان د نباتاتو د دوام لپاره اړينه ماده ده. هغه څه چې په ژوند کې خورا زيات ارزښت او اهميت لري، اوبه دي.

الله تعالي د انسانانو او نورو ژويو لپاره ډېره لويه او ښايسته دنيا پيدا کړې او د ټولو ژونديو لپاره يې په کافي کچه اوبه هم پيدا کړي دي او وخت په وخت د بارانونو او واورو په بڼه داوبو سرچينې سرشارې ساتي، خو په دې وروستيو کې د پرمختګ او تمدن په نامه د انسانانو ځينې کړنې ددې لامل شوي، چې د اوبو او هوا مصؤنيت ته زيان ورسوي او په دې لويه او ښايسته دنيا کې ژونديو ته ژوند سخت کړي.

د نړۍ د اقليمي بدلون له امله زموږ ګران هيواد افغانستان هم اغېزمن شوی، اوس د هيواد په ډېرو سيمو کې د تېرو کلونو په پرتله هوا ډېره ګرمه شوې او د اوبو سطحه ډېره ټيټه تللې ده  او که په وخت يې غم ونه خوړل شي، په راتلونکي کې له دې هم د سخت ناورين وړاندوينې شوي دي.

مهمه دا ده چې موږ څرنګه کولی شو، له خپلو اوبو سالمه استفاده وکړو او د هيواد د اوبو مصؤنيت ډاډمن کړو؟

په دې برخه کې حکومت او ملت دواړه يو لړ مکلفيتونه لري او که په ګډه دغې چارې ته پاملرنه وشي، ممکنه ده، چې افغانستان د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو خوندي شي او يا لږ تر لږه د زيانونو کچه راټيټه کړای شو. د حکومتي چارواکو لومړی مسئوليت دا دی، چې په ګڼ مېشتو سيمو کې خلک د ژورو څا ګانو له کيندلو راوګرځوي او پرځاي يې هغوی ته د پاکو اوبو پر بديلو لارو چارو تمرکز وکړي او په مياشتني ډول ترې د مصرف کړو اوبو قېمت واخيستل شي، په دې سره به نه يوازې د تر ځمکې لاندې اوبو مصؤنيت ډاډمن شي، بلکې له دې لارې به دولت ډېر عوايد هم ترلاسه کړي.

همدا رنګه د زراعت او کروندې لپاره بايد له تر ځمکې لاندې اوبو څخه استفاده ونشي او پرځای يې د ځمکې پر سر روانې اوبه مهار شي، ستر او کوچني بندونه او کانالونه جوړ شي، چې ورسره به نه يوازې د هيواد ډېرې ځمکې د کښت او زراعت وړ وګرځي او غذايي مصؤنيت به رامنځته شي، بلکې د انرژۍ د توليد په برخه کې به هم هيواد پرځان بسيا شي، چې ورسره به اقتصادي وده هم چټکه شي.

په دې برخو کې د اسلامي امارت د چارواکو وروستۍ هڅې او کوښښونه د ستايلو وړ دي، په ډېر لږ  وخت کې پر نړيوالو بنديزونو او فشارونو سربېره په خپله بوديجه ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د قوشتېپې کانال يې ښه بېلګه ده، ددغې سترې ملي او حياتي پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې شوي او داسې انګېرل کېږي، چې کارونه به يې همداسې روان وي او له ټاکل شوي وخته وړاندې به بشپړ شي او د خوراکي توکو او اوبو د مصؤنيت په برخه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.کابل ښاريانو ته د پنجشېر له سيند څخه د اوبو ورکړه، د اوبو د سپما په هکله د عامه پوهاوي زياتوالي ته پاملرنه او ورته نورې هڅې دې مهمې برخې ته د اسلامي امارت لومړيتوب ښکاره کوي. حکومت بايد له دې هم ډېره پاملرنه وکړي، د ملت د اميد سترګې همدوی ته دي، چې د خپل وطن د آبادۍ او پرمختګ لپاره د يوه منظم پلان او نقشې له مخې اساسي او کوټلي ګامونه واخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button