سرلیکنې

څرنګه هيواد پر ځان بسيا کړو؟

موږ سره له دې چې پراخې طبيعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره  پرېمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.

موږ سره له دې چې پراخې طبيعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره  پرېمانه ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.

موږ اوس هم د اړتيا وړ ډېر شيان له نورو هيوادونو واردوو، آن د لومړنيو اړتياوو دپوره کولو برخه کې هم پر ځان بسيا ملت نه يو، روغتيايي برخه مو هم ډېرې نيمګړتياوې لري.

خو دا چې د هيواد ودانولو او پرمختيا لارې چارې کومې دي، نو لومړی دا چې د هيواد رغونه او پرمختګ زموږ ټولو مسئوليت او دنده ده، که څه هم د منصبونو او صلاحيتونو په بدلون سره د مسئوليت په کچه او نوعيت کې هرومرو توپير شته؛ خو مسئوليت د ټولو مشترک دی او هغه مهال به مو دغه ستر مسئوليت سرته رسولی وي، چې ټول په خپلو-خپلو برخو کې د مسئوليت احساس وکړو او د هيواد د رغونې او پرمختګ لپاره مټې رابډوهو.

د امکاناتو او پوره صلاحيتونو دلرلو له امله طبيعي ده، چې د حکومتي چارواکو مسئوليت له نورو ډېر او دروند دی، د خلکو د ځان، مال عزت او ارزښتونو ساتنه او هر چا ته د زده کړو، کار او هوسا ژوند د مناسب چاپيريال جوړول د حکومتي چارواکو دنده او مسئوليت دی.

خو د دې معنا دا نه ده، چې ملت هيڅ مسئوليت نه لري، بلکې دا دنده او مسئوليت لري چې قانون ته درناوی وکړي، د ټولګټو پروژو ساتنه او څارنه د ټولو شريکه وظيفه ده او دغه راز د امنيت او ثبات په برخه کې موږ ټول بايد له حکومتي ارګانونو سره همکاري خپله دنده وګڼو.

موږ بايد په خپله خپل هيواد ورغوو او پرديو مرستو ته په تمه نشو، نورو که هيواد راته رغولی، دا شل کاله به يې رغولی وای، د هغوی د شعاري مرستو تر شا هم ګڼ داسې اهداف او موخې وي، چې زموږ ديني او ملي ارزښتونه يې نه ايجابوي.

که موږ ټول په ګډه کار وکړو او د هيواد رغونه او پرمختګ خپل مشترک مسؤلیت وبولو، په راتلونکي نږدې وخت کې به ان شاء الله تعالی يو پرمختللی، پر ځان بسيا او هوسا هيواد ولرو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button