سرلیکنې

څرنګه له خپلو اوبو سالمه ګټه اخيستلی شو؟!

الله تعالی په ځمکه کې د انسانانو، ژویو او نباتاتو د بقا او پايښت له پاره اوبه پيدا کړي دي، دغه ستر نعمت الله تعالی نه يوازې د څښلو او نظافت راوستلو لپاره پيدا کړی دی،  بلکې ټولې هغه غلې دانې چې ځمکه یې زرغونوي، د اوبو برکت دی. يا په بل تعبير اوبه د انسان په ژوند کې له اکسیجن وروسته د دوهمې ضروري مادې نوم دی او همدا لامل دی، چې الله تعالی د پاکې هوا په څېر اوبه هم ښې ډېرې پيدا کړي او هر چاته يې د اړتياوو د پوره کولو لپاره واک پرې ورکړی دی.

الله تعالی په ځمکه کې د انسانانو، ژویو او نباتاتو د بقا او پايښت له پاره اوبه پيدا کړي دي، دغه ستر نعمت الله تعالی نه يوازې د څښلو او نظافت راوستلو لپاره پيدا کړی دی،  بلکې ټولې هغه غلې دانې چې ځمکه یې زرغونوي، د اوبو برکت دی. يا په بل تعبير اوبه د انسان په ژوند کې له اکسیجن وروسته د دوهمې ضروري مادې نوم دی او همدا لامل دی، چې الله تعالی د پاکې هوا په څېر اوبه هم ښې ډېرې پيدا کړي او هر چاته يې د اړتياوو د پوره کولو لپاره واک پرې ورکړی دی.

خو مهمه داده چې موږ څرنګه  له دې ستر خدای راکړي نعمت څخه سالمه ګټه پورته کړو؟

په دې برخه کې له ټولو لومړی بايد د اوبو د ښه مديريت او سپما پر لارو چارو غور وشي، که چېرې د دغې مهمې او کليدي مادې د مديريت غم ونه خوړل شي او د ذخیره کولو لپاره يې ښه پلان ترتيب نه شي، نو دغه روان او نرم کاروان به تل له پرون څخه د نن او له نن څخه د سبا په لوري درومي.

په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هيوادونو لپاره د اوبو مديريت خورا مهم او ارزښتناک دی.

ځکه چې افغانستان د نړۍ په داسې جغرافیه کې موقعيت لري، چې اوبه یې ټول کال د څپانده سیندونو او خوړونو په بڼه څلورو خواوو ته دباندې وځي او موږ نه يوازې تږي پرېږدي، بلکې د وتلو پرمهال په سواحلو کې په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه هم له منځه وړي.

 په دې شرط چې په ملي کچه یې هم سم مدیریت وشي اوله هېواد څخه د وتونکوسیندونواوبه د یوه سم اوعلمي مکانیزم په چوکاټ کې د هېواد په داخل کې د بندونو اوډنډونوپه ذریعه پټم اومهارشي ، که چېرې له هېواد څخه وتونکې اوبه له نړیوالو قوانینوسره سمې د هېواد په دننه کې مدیریت شي او د لویواوکوچنیو سیندونو لپاسه بندونه جوړشي، په یقیني ډول به افغانستان د آسیا د غنمو پر (کندو) بد ل شي اوس خوله هېواد څخه د اوبو، بی گټې وتل اود څړموني پر مهال په سېلابي شرایطو کې یې افغانانو ته د زیان تکیه کېدل هغه څرگند حقیقتونه دي چې ټول یې د سرپه سترگو وینو،خو داچې زیان یې افغانانو ته تکیه دی، باید ګټه هم افغانان ترې واخلي. په عامه توګه د افغانستان د اوبو مسیرونه پر پنځوحوزو وېشل شوي چې هرې حوزې ته یې په لسگونو لوی او واړه سیندونه اوخوړونه را ټولېږي اوپه هرې اوبيزې حوزه کې یې په ملیونونو هکتاره شاړې مځکې پرتې دي.  که یې د اوبومدیریت وشي، ښکاره ده ،چې افغانان به د وچې ډوډۍ له پلوه پر نس ماړه شي او بیا به یې اندامونه په دې (وېره ) نه لړزېږي چې اولادونه یې د وارداتي غلودانو د بندښت له کبله له لوږې مړه نشي، ځکه دسترخوان به یې له وچې ډوډۍ ډک وي .

دې هیلې ته د رسېدو لپاره اوس اوس د افغانانوهیلې هم را ټوکېدلې ،ځکه وینو،چې اسلامي امارت نه یوازې په نورو برخو ، بلکې د اوبو د مدیريت په برخه کې هم پاملرنه د عمل سرحد ته رسولې او هره ورځ د نویو بندونو اوکانالونود جوړولو خبرونه له رسنیو اورېدل کېږي چې له ټولو لوړهیله بښونکی یې د قوشتېپې کانال دی، چې د اسلامي امارت په نوښت یې کارونه پرمخ روان دي او ګټه به یې د ټول هېواد وګړوته ورسېږي ،ځکه اوس کرنیز سکتور تریوه بریده مکانیزه شوی هم دی. یوازې د قو شتېپې کانال محصولات به د هېوادوالولپاره کافي وي. دا دومره پراخه کرنیزه پروژه ده چې هغه بزګران چې پخوا به یې په لومړنیو افزارو په خپلو کرکیلو کې په مشقت یوڅه محصول په لاس را وړهغه به هم د هېواد په نورو عمراني پروژو کې د کار کولو لپاره وزګارشي. افغانان ټینګ پر دغه حقیقت باوري شوي چې اسلامي امارت د دوی د خدمت لپاره مټې را نغښتې او موثرکارکوي ، ځکه له پخوا څخه اوس په هره برخه کې مثبت بد لون راغلی، د فساد مخه په ټولو برخو کې نیول شوې اوځای یې شفافیت ته پريښی دی ، ان شاءالله چې موږ مخ پر رڼا روان یو .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button