سرلیکنې

څرنګه باثباته ټولنه رامنځته کولی شو؟؟

ثبات، عدالت، هوساينه او خوښي، هغه څه دي، چې ټول انسانان يې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، خو بيا هم د نړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادونو کې هم دغه مهم ارزښتونه، نه ترلاسه کېږي،چې لامل يې د شرعي او الهي قوانينو پر ځای د وضعي او د بشر په لاس د جوړو شوېو قوانينو تطبيق دی.که چېرته د الهي قوانينو تطبيق ته پاملرنه وشي، په ډېر لږ وخت کې به د يوې باثباته ټولنې څښتنان شو.

ثبات، عدالت، هوساينه او خوښي، هغه څه دي، چې ټول انسانان يې د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، خو بيا هم د نړۍ په ډېرو پرمختللو هيوادونو کې هم دغه مهم ارزښتونه، نه ترلاسه کېږي،چې لامل يې د شرعي او الهي قوانينو پر ځای د وضعي او د بشر په لاس د جوړو شوېو قوانينو تطبيق دی.که چېرته د الهي قوانينو تطبيق ته پاملرنه وشي، په ډېر لږ وخت کې به د يوې باثباته ټولنې څښتنان شو.

اسلامي شريعت د انسانانو د فردي او اجتماعي ژوند د ښيګڼې لپاره د عقل له معياره پورته احکام او قوانين لري، چې تطبيق يې نه يوازې د انسانانو دنیوي ژوند کې د سوکالۍ، امنيت او پرمختګ لامل کېږي، بلکې له مرګه د وروسته ژوند ګټې يې هم تضمينوي. د دغو احکامو ډله کې د اسلام جزایي قوانين هم شامل دي، چې موږ يې د قصاص، حدودو او تعزير په نومونو پېژنو، د دغو قوانينو په تطبيق سره ټولنيز عدالت او امنيت رامنځته کېږي او دغه راز د جرمونو په مخنيوي کې هم خورا موثر کردار ترسره کوي.

 د حدودو او قصاص د تطبيق يو مهم هدف او حکمت دا دی، چې د انسان اساسي حقوق: دين ، نفس ، عقل ، نسل، عزت او مال خوندي وساتل شي.

مثلاً: د دين د ساتنې لپاره د ارتداد حد، د نفس د ساتنې لپاره قصاص، د عقل د ساتنې لپاره د شرابو څښلو حد، د نسل او ابرو د ساتنې لپاره د زنا او قذف حدود او د مال د ساتنې لپاره د غلا حد ټاکل شوی دی.

بل هدف او حکمت دا دی، چې د قصاص او حدودو په تطبيق سره ټولنه د جرايمو د سخت او وژونکي طوفان له بربادۍ خوندي ساتل کېږي. په ټولنه کې د هغو کسانو مثال چې ټولنيز جرمونه ترسره کوي، د جراثیمو په څېر دی. که په يو اندام کې سرطاني بڼه خپله کړي، بيا د بدن نورې برخې هم اغېزمنوي او روغتيا پالان يې د نور بدن د ژغورلو په موخه قطع کوي.

د قصاص د الهي حکم د تطبيق بل هدف دا دی چې له انساني نوعې څخه د يو بل د وژنې ستره ستونزه له منځه يووړل شي،  د خپلمنځي جګړو او دښمنۍ مخه ونيول شي، چې په پايله کې يې سرتاسري امن او ثبات راځي. ځکه چې که د قصاص حکم تطبيق شي ،نو قاتل د بل په قتل کې د ځان قتل ويني او هېڅکله قتل نه کوي.

د مجرم اصلاح هم د شرعي جزایي قوانينو د تطبيق حکمت او ګټه ده، په داسې ډول چې نوموړی د زجر او سزا په ليدو سره د آينده لپاره له جرمونو څخه را ګرځول کېږي.

 د عدل او انصاف رامنځته کېدل هم د دغو شرعي احکامو د تطبيق ثمره ده. داسې چې که يو چا له بل چا څخه په لوی لاس او له کوم شرعي موجب پرته ژوند اخيستی وي، له ده څخه هم ژوند اخيستل کېږي، تر څو عدالت تامين شي.

مسلمانان بايد‌ د‌ شرعي حدودو تطبيق ته د اسلامي ښوونو له لیدلوري وګوري، په دې برخه کې د هيچا او هيڅ سازمان له څرګندونو اغېزمن نشي، ځکه چې که چېرته زموږ  ټولنه کې د شريعت جزايي قوانين په سمه توګه تطبيق شي، تر ډېره حده به د جرمونو مخه ونيول شي او عدالت به تامين شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button