ګزارش

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت: کوم کورونه چې د طبیعي پېښو تر خطر لاندې وي، د مرستې په خاطر دې له مونږ سره همغږي شي

وروستیو ورښتونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د شمال ځینې سیمو ته زیانونه واړول، چې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره یې هم شاوخوا ۹۵ ته رسېدلې ده. سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنې کوي؛ د حکومت، سوداګرو او ګڼو افغانانو ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو خلکو هم ځینې مرستې کړې دي، چې ویل کېږي دا مرستې بسنه نه کوي او دغه سېلابو ځپلي لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

وروستیو ورښتونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه د شمال ځینې سیمو ته زیانونه واړول، چې د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره یې هم شاوخوا ۹۵ ته رسېدلې ده.

سېلاب ځپلي د مرستو غوښتنې کوي؛ د حکومت، سوداګرو او ګڼو افغانانو ترڅنګ د بهرنیو هېوادونو خلکو هم ځینې مرستې کړې دي، چې ویل کېږي دا مرستې بسنه نه کوي او دغه سېلابو ځپلي لا زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق د هېواد ورځپاڼې خبریال ته وویل چې مخکې له دې سېلابونو مو نږدې ۴ سوره زره کسانو ته عامه پوهاوی ورکړی و، چې د طبیعي پېښو د امکان سیمو کې مه اړوئ او له اړوندې ادارې سره مو ستونزه شریکه کړئ هغه وویل: په مصؤنه ځای کې کورونه جوړ کړئ، که مو اوس جوړ کړې وي او له تهدید لاندې وي، نو تاسې له مونږ سره رابطه وکوئ، چې مونږ کوشش وکو له موسساتو سره په همکارۍ الته ایستنادي دېوالونه ووهو یا یو بل بندوبست ورته وکو.

د فکر خاوند او اقتصادي شنونکی تاج محمد تمکین د هېواد ورځپاڼې خبریال ته په استول شوي پیغام کې وویل چې د یو هېواد په اقتصاد باندې عموما زیات فکټورنه دي چې مثبت یا منفي تاثیر غورځوي، چې ځیني له هغو یې سیاسي، اقتصادي او طبیعي آفتونه دي؛ نوموړی زیاتوي: سېلابونه یا افتونه د یو هېواد اقتصاد ته ډېر ستر زیان رسوي او همدا شان له اقتصادي بحران سره یې مخامخ کوي، نو په همدې اساس باندې په افغانستان باندې هم چې دغه په مختلفو ولایتونو کې د زیات اورښت له امله سېلابونه راغلې دي، د خلکو اقتصاد یې زیانمن کړی دی، زراعتي برخه یې زیانمنه کړې ده، نو د پېښو په وړاندې د چمتووالي اداره باید کاملاً هڅه وکړي، چې دغه تلفات چې هېوادوالو ته رسېدلي دي، ورسره کومک وکړي او همدا شان تر امکان حده دې کوشش وشي، چې په راتلونکي کې د دغسې پېښو د رامنځته کېدو په وخت کې له حکومت سره کافي امکانات موجود وي، تر څو خلکو سره په وخت مرستې وشي او د هغوی اقتصادي جبران هم ترسره شي.

تاج محمد بهار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button