
پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت : هرات کې د زلزلې له امله له ۴۰۰۰ ډېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي
پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت مسولینو وایي، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د لومړنیو شمېرو له مخې تقریبا د۴۰۰۰ نه زیات هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي .
پېښو ته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت مسولینو وایي، د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د لومړنیو شمېرو له مخې تقریبا د۴۰۰۰ نه زیات هېوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي .
پېښوته د رسېدو په چارو کې دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق د یو مطبوعاتي کنفرانس له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې وویل: د هرات ولایت کې د زلزلې له امله ۲۰ کلیو کې شاوخوا ۲۰۰۰کورونه په بشپړ توګه ویجاړ شوي دي،دا مهال له بېلا بېلو اداراتو ۳۵ ټیمونه سیمې ته د لټون او ژغورنې لپاره چې ۱۰۰۰نه زیات کسان په نوموړو ټیمونو کې شامل دې سیمې ته لېږل شوي.
سایق زیاته کړه،د نایب رافي اوسیا آب په کلیو خلک تر خاورو لاندې بند پاتې دي،چې ماشینریو په مرسته یې د راویستلو کار روان دی او په همدې ترتیب په زنده جان ولسولۍ کې زیانمنو وګړو لپاره د څښاک اوبه،خواړه او خیمې چمتو شوي او سیمې ته انتقال شوي.
د یاد وزارت ویاند زیاته کړه،د زورورې زلزلې له امله لا هم د پلټنې او ژغورنې ټیمونه په کار بوخت دي، د شهیدانو او ټپيانو کورنۍ ښار ته انتقال شوي او په همدې ترتیب د ایران له لوري هم یو تخنیکي ټیم په کار بوخت دي.
همدارنګه دوی زیاته کړه، وړمه ورځ په ارګ کې د ریس الوزراء په مشرۍ یوه فوق العاده غونډه ترسره شوه،چې پر اساس یې یو شمېر وزارتونه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت،ملي دفاع،کورنیو چارو،عامې روغتیا او افغان سرې میاشتې یو کډ کمېسیون جوړ کړ.
د ریاست الوزراء عالي مقام سل میليونه افغانۍ فوق العاده د پېښې قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وزیر الحاج ملا محمدعباس آخند همدا مهال د پېښې په سیمه کې شتون لري او د امیرالمومنین شیخ ملا هیبة الله حفظه الله له لوري هم یو پلاوي سیمې ته لېږل شوي، چې زیانمنو خلکو ویل شوي چې له دوی سره به هر ډول مرسته کوي او ټولې اړتیاوې به یې پوره کوي.
نوموړي زیاته کړه،چین ،جاپان،ایران،پاکستان،اروپایي ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان د نغدي پیسو،خوراکي او غیري خوراکي او روغتیایي مرستو ژمنه کړې،چې د ایران او ترکیې مرستې هرات ته رسېدلي دي .
سایق زیاته کړه،د خیریه بنسټونو د هېواد ملي سوداګرو او له پاکستان هېواد د اشخاصو له خوا ۳۱ میلیونه ۳۵۰ زره افغانیو او همدا شان د عزیزي بنسټ لخوا دوه سوه میلیونو افغانۍ ژمنه شوي .
سمیع الله مومند