
اقتصاد
پکتیکا کې ۲۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۷ نوې او ۱۲ د بیارغولو پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریيس خان محمد احمد وايي، چې په دغه ولایت کې د (کپو) موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د ۱۲ میلیونه۳۲۸ زره۱۷۳ امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۲۹ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره ۱۲ زره او ۶۰۰ کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.