هیواد

پکتیکا کې د موټرو د تورو ښیښو پاکولو کمپاین پيل شو

د پکتیکا محلي مسوولان وايي،چې د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو کمپاین یې پیل کړی دی.د تورو ښیښو د سپینولو له یاد کمپاین وروسته د یو‌شمېر موټرو ښیښې سپینې کړې دي.د پکتیکا د امنیې قومنداني ويلي چې د يادې قومنداني اړوند د جنایي جرمونو پر وړاندې د ډایاک چارو معاونیت له‌خوا د محلي کنترول د منسوبینو په ملتیا مرکز ښرنې ښار په مربوطاتو کې د موټرو د تورو ښیښو د سپینولو کمپاین پیل کړی دی.د امنيه قومنداني په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد کمپاين يې د تورو ښیښو د سپينولو په تړاو د راغلي فرمان پر بنسټ پیل کړی دی.په ورته مهال په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د موټرو د تورو ښیښو د پاکولو یاد کمپاین به د دغه ولایت ولسوالیو ته هم وغځول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button