ټولنه او کلتور

پکتیکا کې بې سرپرسته کورنیو ته کورونه جوړېږي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا ولایت کې د بې سرپرسته کورنیو لپاره د کورونو جوړولو د خبر ورکړی دی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا ولایت کې د بې سرپرسته کورنیو لپاره د کورونو جوړولو د خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پکتیکا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او د المواسات خیریه بنسټ په مالي مرسته د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د یتیمانو او بې سرپرسته  کورنیو لپاره د ۲۰ کورونو جوړولو چارې پيل شوې.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یاده پروژه کې به هر کور د ۱۳۰زره افغانیو په لګښت جوړیږي، چې هر کور به یې ۲ خونې، پخلنځي، او ۲ تشنابونه ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button