
ټولنه او کلتور
پکتیکا مرکز کې د روشن سایټ فورجي کار پیل کړ.
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې د روشن مخابراتي شرکت پۀ عمران خېلو کلي کې د روشن سايټ فورجي کار پيل کړ.
دا پۀ مرکز ښرنه کې د روشن مخابراتي شرکت دؤهم او د پکتيکا پۀ کچه شپږم سايټ دی چې فورجي خدمتونه پۀ کې فعال شول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست مسؤلین د دغه شرکت لۀ مرکزي او ولايتي مسئولينو څخه د دوي د ښۀ خدمت کولو او هلو ځلو مننه کوي.
لۀ دې وړاندې روشن مخابراتي شرکت په مرکز سربېره، پۀ زرغون شهر، يحيي خېل، سروبي او اُرګون ولسواليو کې هم فورجي خدمتونه پيل کړې دي.
همدا راز د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍریاست مسؤلېن وایې، هڅې روانې دي ترڅو پۀ راتلونکي کې د پکتيکا پۀ کچه د ټولو مخابراتي شرکتونو سايټونه لۀ ټوجي څخه تري جي يا فورجي ته ارتقأ پيدا کړي.