اقتصاد

پکتیا کې د ۴۶،۷ میلیون افغانيو په لګښت اووه ټولګټې پروژې بشپړې شوې

پکتیا کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ۴۶ اعشاریه ۷ میلیون افغانيو په لګښت د اوبو رسونې او روغتيا ساتنې برخو کې اووه پروژې بشپړې شوې.

د دغه ولایت د کلیو د پراختيا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول وویل، دغه پروژې په ګردېز، احمدابا، لجه‌منګل، ځاځي‎اریوب، څمکني او ډنډپټان ولسوالیو کې پلې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د څښاک پاکو اوبو ژورې څاګانې، د اوبو اووه لويې او ۱۴ وړې ذخیرې، د لمريزې برېښنا تولید سیسټم، ۵۶ تشنابونه او ۵۶۱ د اوبو بمبې لګول په دې پروژو کې شامل دي.

هغه وویل چې د یادو پروژو تطبیق په چارو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نوموړي وویل، د پروژو په تطبیق سره اووه ښوونځي، ۱۴ جوماتونه او درې روغتيايي مرکزونه جوړ شوي او ۱۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button