اقتصاد

پکتیا کې د ۲۳۸ زره ډالرو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر پکتیا ته د سفر په ترڅ کې دوه رغنیزې پروژې د مرکز ګردېز اړوندې تېرې ټنډانو سربند او د روحاني بابا ولسوالۍ کينې کانال د ولایتي چارواکو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د دغو پروژو ګټې اخيستنې د مراسمو پرمهال د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، چې په رغنیزو پروژو کې هر ډول فساد ختم شوی، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په کچه سترې اړینې پروژې سربندونه، چک ډيمونه او کانالونه درجه بندي کړي او کار پرې روان دی. نوموړي زیاته کړې چې په پکتیا کې د مچلغو بند په ګډون ۱۱ بندونو سروې او ډیزاین ترسره شوی چې په راتلونکي کې به په اساسي ډول جوړ شي. ورته مهال د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وايي، چې یادې پروژې د سویس د مرستو پراختیايي ادارې او د سولې ريښې مؤسسې په مالي لګښت د مرکز ګردېز اړوندې تېرې ټنډانو سربند او روحاني بابا ولسوالۍ کې د کینې کانال جوړولو چارې د ۲۳۷ زره ۹۹۰ امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button