
سیاست
پکتیا کې د خیالي ښوونکو او ټولګیو مخه نیول شوې
د پکتیا پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په ښوونځيو کې هغه ښوونکي چې په خیالي ډول په دندو ګومارل شوي وو، تشخیص کړي او مخه يې نیول شوې ده.
د پکتیا پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په ښوونځيو کې هغه ښوونکي چې په خیالي ډول په دندو ګومارل شوي وو، تشخیص کړي او مخه يې نیول شوې ده.د پکتیا د پوهنې رئيس مولوي عبدالوکیل خالد وویل، چې د دغه ریاست تشکیل د تصفیې له مخې هغه ښوونکي، خیالي ټولګي، ساتونکي او اجیران چې په ناقانونه ډول مقرر او په خیالي توګه په دندو ګومارل شوي وو له دندو لرې کړل شول.
خالد زیاته کړه، چې د ښوونکو ستونزه تر ډېره بریده راکمې شوې او ۶۸۵ نوي ښوونکي په دندو ګومارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست اړوند ټولې ۱۱۸ لیسې ، ۷۸ منځني او ۱۷۴ لومړني ښوونځي شتون لري.