اقتصاد

پکتیا کې د۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳ چکډېمونه جوړېږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې د یاد وزارت له لوري د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې د یاد وزارت له لوري د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۳ چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه چکډېمونه د پکتيا په زرمت، روحاني بابا او سيدکرم ولسواليو کې جوړېږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وایي، چې دوی پلان لري په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اوبو چکډېمونه جوړ کړي. د یادولو وړ ده چې په پکتیا کې سږ کال د اوبو د سطحې د ټیټوالي له کبله په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د اوبو ځینې کارېزونه او چینې هم وچ شوي او اوسیدونکي یې وايي، چې که ورته اقدامات ونه شي، نو ښایي چې پاتې یې هم وچ شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button