
ټولنه او کلتور
پکتيکا؛ په ښرنه کې د کوچني اختر په نوم د نېزې وهنې سيالۍ ترسره شوې
د پکتيکا ولايت مرکز شرنه کې د ورزش امريت په همغږۍ د نېزې وهنې فدراسیون له لوري د ٣ لوبډلو ترمنځ په ضمير کلا سيمه کې د نېزې وهنې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې، چې داتفاق A لوبډلې په لومړي مقام پاي ته ورسېدې. دغه سیالۍ په کوچني اختر کې د سالمي تفريح برابرولو په موخه ترسره شوې.