
اقتصاد
پکتيا کې ۹ زره کسانو ته د کار زمينه برابريږي
د پکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري د دې ولايت په مرکز ګردېز سربېره زرمت، احمد آبا او سيدکرم ولسواليو کې د خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژه پرانيستل شوه. د ياد ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د طبيعي سرچينو آمر وايي، چې د دې پروژې اساسي موخه خلکو ته د کاري زمينې برابرولو سربېره د باراني اوبو او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ټيټوالې کنترول دي تر څو اوبه په ښه ډول مديريت او د بې ځايه ضايع کېدو څخه يې مخنيوي وشي. نوموړي زياته کړه، چې دغې پروژې پلې کېدو سره به څه د پاسه ۹ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي. د نوموړي په وينا د خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژې په چوکاټ کې به ۵۹ کوچنۍ بېلابېلې ساختماني پروژې هم پلې شي.