
پکتيا کې د چرسو سلګونه جريبه کښتونه لهمنځه وړل شوي
د پکتيا امنيتي مسئولين وايي ،چې د دې ولايت د مرکز ګردېز ښار په ګډون يې په احمدآبا او سيدکرم ولسواليو کې د چرسو سلګونه جريبه کښتونه لهمنځه وړي دي.
د پکتيا امنيتي مسئولين وايي ،چې د دې ولايت د مرکز ګردېز ښار په ګډون يې په احمدآبا او سيدکرم ولسواليو کې د چرسو سلګونه جريبه کښتونه لهمنځه وړي دي.د پکتيا امنيه قوماندان عمر مخلص وايي، چې د مشرتابه له لارښوونې سره سم يې پکتيا کې د نشهيي توکو د کښتونو اړولو لپاره کمپاين پيل کړی دی.د مخلص په وينا: د ياد کمپاين په لړ کې يې تراوسه دغه ولايت کې څه باندې ۳۰۰ جريبه ځمکه باندې کرل شوي چرس لهمنځه وړي دي.د پکتيا امنيه قوماندان زياته کړه ،چې په ځينو ولسواليو کې لاهم پر نږدې ۲۰۰ جريبه ځمکه د چرسو کښتونه ولاړ دي ،چې په وينا يې، راتلونکو ورځو کې به يې واړوي.نوموړی وايي: (( د مرکز اړوند اتيا جريبه ځمکه مو اړولې. احمدآبا کې مو هم سل جريبه ځمکه اړولې، نن همدا کمپاين په سيدکرم ولسوالۍ کې روان دی، چې ډېره ځمکه باندې يې کرل شوي چرس واړول او همدا کمپاين لا روان دی. په عموم کې د مخدرو توکو په وړاندې سخت دريځ لرو او د نشهيي توکو خرڅوونکي، کرونکي او استعمالوونکي به د قانون منګولو ته سپارو.))پکتيا کې داسې مهال د چرسو کښتونه لهمنځه وړل کېږي، چې د ياد ولايت بزګران له حکومت څخه د بديل کښت برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.د دوی په وينا: د ياد ولايت د بزګرو او کروندګرو اقتصادي وضعيت خراب دی او اړتيا ده، چې د بديلو کښتونو اړوندو برخه کې ورسره هر اړخيزې مرستې وشي.