ټولنه او کلتور

پکتـیـکا کـې ۱۷ ښـوونځـي جـوړېـږي

22 / 100

د پوهنې وزارت له لوري سږ کال د پکتیکا ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې ۱۷ ښوونځیو ته ۱۶۷ میلیونو افغانیو په ارزښت  د یونیسیف موسسې په مالي ملاتړ ودانۍ جوړېږي، چې تدریسي او ادارې خونو سربېره به ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.

په دې اړه جوړو شویو پرانیستلو مراسمو کې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا ویلي؛ پکتیکا ته په تېر کې هېڅ کار نه دی شوی، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره پاملرنه ورته زیاته شوې، چې سږ کال به د موسساتو په مالي ملاتړ د ۱۷ بابه ښوونځیو په پار ودانۍ جوړې شي .

د پکتیکا د پوهنې ریيس مولوي عبدالوکیل خالد ویلي، هغه ولسوالۍ چې په تېر کې زده کوونکو تر شنه اسمان لاندې  زده کړې کولې په  پاخه او اساسي ډول به ورته ودانۍ ورغول شي .

ځایي قومي مشرانو ویلي، زده کوونکو به په تر شنه اسمان لاندې دوړو خاورو ته زده کړې کولې اوس به یې د ودانیو په جوړیدلو سره ټولې ستونزې حل شي اوکه تر څنګ مسلکي ښوونکي وګمارل شي د نویو تنکیو ځوانانو په روزنه به لا ښه اغیز وکړي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button