
ټولنه او کلتور
پوهنې ریاست: پکتیکا کې څه باندې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري
د پکتیکا د پوهنې رییس وايي، په دغه ولایت کې څه باندې ۱۵۰ ښوونځي ودانۍ نه لري. نوموړی له همکارو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو ودانیو د جوړولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. په ورته وخت کې جاپان په دغه ولایت کې د ۱۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو ژمنه کړې ده. د پکتیکا د پوهنې ریاست د رسمي شمېرو پر بنسټ اوسمهال په دغه ولایت کې ۱۳۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ۲۵ زره یې نجونې دي.