سیاست او دولت

پوتین :اسلامي امارت پر خپله خاوره بشپړ حاکمیت لري

 د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه بیانیه کې ویلي چې اسلامي امارت اوسمهال د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني لري او ددې هېواد واګې یې په لاس کې دي. نوموړي وړاندې ویلي چې اسلامي امارت یو واقعیت دی او له هغوی سره د اړیکو ټینګولو لپاره هڅې کوي.

ښاغلی پوتین زیاتوي: د اسلامي امارت چارواکي اوسمهال د افغانستان جغرافیه په لاس کې لري او باید واقعیتونه په پام کې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړې، مسکو له اسلامي امارت سره د اړیکې ټینګولو په حال کې دی او د دې لپاره به له هرې ممکنه لارې کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د مسکو له لوري له بندیز سره د مخو سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د ایستلو خبر ورکړی و.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت هم په یوه بیانیه کې د روسیې د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې ګوندې له افغان حکومت سره د اړیکو د پراختیا تکل لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button